افغانستان دفاع وزارت: ننګرهار کې ۵۸ داعش او طالب وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې یې لسګونه داعش او طالب وسله‌وال وژلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغان کومانډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په نتیجه کې د داعش او طالبانو د ډلو لسګونه وسله‌وال وژل شوي دي.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې پرون د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کی د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کی د داعش ډلې ۳۱ وسله‌وال وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

د بیان له مخې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د مهماتو یوه ډیپو او د سوق او ادارې یو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

په ختیځ زون کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو ویاند ډګرمن شیرین آقا فقیري د دغه خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې د ننګرهار لایت په جنوبي سیمو کې د داعش د ډلې ځپل د افغان پوځ په لومړیتوب کې ځای لري.

هغه وویل "دا عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او لا هم په سیمه کې د کومانډو ځواکونو عملیات دوام لري."

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې تیره شپه د افغان پوځ کومانډو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د انګورو په سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۷ طالب وسله‌وال وژل شوي، ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یی له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت د بیان له مخې، په وژل شوو کسانو کې د ملا ذاکر عادل په نوم د وسله‌والو طالبانو یو قوماندان او څلور سر ګروپان هم شامل دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې دغه عملیات امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په مټ ترسره کړي دي.

وسله‌والو طالبانو په دغو عملیاتو کې د خپل یو سیمه ایز قوماندان په ګډون د پنځو طالبانو وژل تائيد کړي دي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټویټر له لارې په یو خپور شوي پيغام کې ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې یې د ځوابي برید پر مهال پنځه امریکايي عسکر او اته افغان کمانډویان وژلي او دیارلس نور افغان سرتیري یې ټپيان کړي دي.

خو په ختیځ زون کې سیمه ایز امنیتي چارواکي د طالبانو دغه ادعا رد کړې او هغه یې مازې پروپاګنډه بللې ده.