د مودرنا د کروناویروس ضد واکسین څو کلن معافیت رامنځ ته کوي

د مودرنا د درمل جوړولو شرکت اجرایي رئیس ویلي دي چې ددې شرکت د کروناویروس ضد واکسین ښایي د څو کالو لپاره معافیت رامنځ ته کړي او خلک د کروناویروس څخه وساتي، که څه هم چې ددغه ادعا د ثابتولو لپاره زیاتو اطلاعاتو ته اړتیا ده.

د بایوتکنالوژۍ دغه امریکایي شرکت یو له لومړنیو شرکتونو څخه و چې تیر کال یې د کروناویروس ضد واکسین وازمایه او څو اونۍ مخکې په متحده ایالاتو او د چهارشنبې په ورځ په اروپایي اتحادیه کې د تطبیق کولو جواز ترلاسه کړ.

د مودرنا شرکت اجرائیه رئیس ستیفن بانسل، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ اوومه (مرغومي ۱۸) وویل: "هغه ویره چې په پسرلي کې په رسنیو کې خپره شوه چې ګواکې دغه واکسین د یوې یا دوو میاشتو لپاره کار کوي، زما په نظر اوس هغه له منځه تللې ده."

دې مسلې ته په پاملرنې چې د واکسینونو د اغیزمنتیا، جوړولو، تولید او د اطلاعاتو ترلاسه کول کلونو ارزونو او څیړنو ته اړتیا لري روغتیایي کارکوونکي او متخصصین لا هم د کروناویروس ضد واکسین بقا او د معافیت د دوام په هکله د پوښتنو سره مخامخ دي.

خو ښاغلي بانسل ویلي دي: "د انتي باډي د زوال بهیر چې [کوویډ۱۹] واکسین په واسطه د انسان په بدن کې تولیدیږي، ډیر ورو دی...مونږ باور لرو چې ښایي د څو کلونو لپاره محافظت وجود ولري."

ستیفن بانسل همداشان زیاته کړه چې مودرنا به ډیر ژر ثابته کړي چې ددې شرکت د کروناویروس ضد واکسین د کرونا وبا د نویو بڼو پروړاندې چې په بریتانیا او جنوبي افریقا کې رامنځ ته شوي هم اغیزمنتیا لري.

پوهانو هم تائید کړې ده چې د کروناویروس ضد نوي واکسینونه د کرونا وبا د دواړو ډولونو پر وړاندې باید یو ډول اغیز ولري.