د هند صدراعظم نریندرا مودي د نوي کال په مناسبت په یوې مرکې کې ویلي دي چې دا فکر کول سم نهدي چې پاکستان به ژر اصلاح شي، هغه وویل چې پاکستان به په اصلاح کېدو کې وخت ونیسي.
ښاغلي مودي یو هندي ټلوېژون «ای. این. آی» ته په مرکې کې وویل چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي، هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دغه فشار که په پاکستان کې دننه د ترهګرو په نښه کول وي او که یا په بله کچه وي خو هغوی به یې جاري وساتي.
مودي وویل چې هند هیله لري چې د ګاونډي ملک پاکستان سره ښه اړیکې ولري، خو زیاته یې کړه چې پاکستان د ترهګرۍ نه لاس نه اخلي او په خپل چلند کې بدلون نه راولي.
مودي وویل چې که د هندوستان د ویشل کېدو جنګ و او که د ١٩٦٥ کال جنګ، خو دا تمه کول چې پاکستان به د یو جنګ سره اصلاح شي، یو ناسم فکر دی.
نریندرا مودي د کال په لومړنۍ ورځ د پاکستان په اړه ټویټونه هم وکړ.
Pakistan will never improve on the basis of one war.That nation will still take some time to improve. All PMs of India, across all parties never opposed dialogue with Pakistan. But, can we hear anything in the midst of bombs?Today, terror supporting Pakistan is isolated: PM
— PMO India (@PMOIndia) January 1, 2019
مودي په خپل ټویټ کې خپله خبره تکرار کړه چې پاکستان په جنګ نه اصلاح کېږي.
هغه په یو بل ټویټ کې ولیکل چې په هند کې د هغه مخالفین چې له پاکستان سره جنګ غواړي، د پاکستان ډول رویه کوي.
پاکستان او هند د برتانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته درې جنګونه کړي دي او تروسه پورې ېې اړیکې خرابې دي.