محقق: نننی برید د دولت د کمزورۍ له امله شوی

د افغانستان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د عبدالعلي مزاري د تلین پر لمانځ‌غونډې ننني برید ته په غبرګون کې وايي، چې د داسې بریدونو ترسره کول د پوښتنې وړ دي.

ښاغلی محقق چې له برید څو ساعته وروسته یوې خبري غونډه کې راڅرګند شو وویل، له دې مخکې د ورته بریدونو مسولیت د داعش ډلې په غاړه اچول کېده، خو اوس دغه ډله په افغانستان کې کمزورې شوې، نو دا برید چا پلان کړی دی؟

د هغه پر وینا، د داعش ډله په افغانستان کې د اړیکو له درلودلو پرته د داسې بریدونو د ترسره کولو وس نه لري.

ښاغلي محقق وویل "دا ټول د دولت کمزورتیا ښيي، یا له دغو کړیو سره د دولت همغږي ښيي، چې په داسې حساسو شرایطو کې ترې د خپلو سیاسي رقیبانو په خلاف د یوې وسیلې په توګه کار واخلي".

نوموړي زیاته کړه، چې دغه مراسم له سیاسي پلوه د خلکو لپاره "د یو لوري ټانکونکی" وو او هیله یې څرګنده کړه، چې د منفي سیاستونو لمن له افغانستان څخه ټوله شي.

ښاغلي محقق د "سولې او اعتدال" انتخاباتي ډله، د جمهور رئیس غني په وړاندې د یو قوي رقیب په توګه یاده کړه او وې ویل له هغې راهیسې چې دغه انتخاباتي ډله جوړه شوې، دوی باندې په پرله پسې توګه بریدونه شوي دي.

هغه د پولیسو له خوا د ملي امنیت شورا د پخواني مرستیال جنرال جرأت، چې اوس د سولې او اعتدال د ډلې غړی دی، د کور کلابندۍ ته په اشارې وویل "زموږ د ډلې کورونه چور شول، وسلې یې واخیستل شوې او په خپله له دفاع پرته د امنیتي ګواښونو په وړاندې ولاړ دي".

د جمهوري ریاست ویاند دغې مسلې ته په غبرګون کې، په یو ویډیويي پيغام کې د ښاغلي محقق څرګندونې "د ژورې خواشینۍ" وړ او د افغانستان امنیتي ځواکونو، خلکو او حکومت ته سپکاوی ګڼلی دی.

ښاغلي چخانسوري ویلي "هره ادعا چې ښاغلی محقق لري، د افغانستان خلک دا تمه لري چې دغه اخلاقي جرأت هم ولري ترڅو په تړاو یې د افغانستان خلکو ته اسناد او ثبوت هم وړاندې کړي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې دا برید به په جدي ډول وڅیړي او هغوی ته به، چې د "نظام او ملت ضد دغه اقدام سره تړاو لري" پیدا او سزا ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په ټپیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.