د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې چې تر اوسه یې یواځې یوه برخه خپره شوې، ویلي دي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله "مبالغه"کیږي.
ښاغلي قریشي د مرکې په یوې برخې کې ویلي چې د داعش په شان ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی.
ښاغلي محب په ټویټر کې لیکلي، "طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تشدد ډک عملیات پیل کړي. مونږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر ندی، یا نادان دی او د هغوي (طالبانو) سره یو لاس دی. ښایي هغه دا هم رد کړي چې اسامه (بن لادن) د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو."
This comes as Taliban launches violent offensives against Afghan people across the country, we know how & why they continue to be enabled to do this. Quraishi is either uninformed, ignorant or accomplice. Maybe he also rejects that, Osama was found next to Pakistani Military HQ. https://t.co/PmNOnJjEIZ
— Hamdullah Mohib (@hmohib) June 18, 2021
بل پلو بیا د پاکستان د سنا د مجلس یو پخواني غړي او سیاستوال افراسیاب خټک د شاه محمود قریشي مرکې ته په غبرګون کې په کنایې ویلي چې "ولې باید طالبان د بهرنیو چارو وزیر ته اړتیا ولري. هغوي وار د مخه یو لري. "
ښاغلي خټک همدارنګه لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان بې طرفي هیڅکله اعتبار نه درلود خو اوس دا ادعا هم ایسته واچول شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د حمدالله محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.
دې وزارت په یوې اعلامیې کې چې نن جمعه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) یې خپره کړې ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی .
دې وزارت ښاغلی محب تورن کړی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.
په اعلامیې کې ویل شوي، "د ښاغلي محب پرله پسې بې احترامي او د هغه نه توجیه کیدونکې څرګندونې د ژورې اندیښنې وړ دي او داسې ښکاري چې دا ټولې هڅې د افغانستان د سولې په برخې کې په شویو پرمختګونو د سترګو پټولو لپاره د هغه د دفتر هڅې وي."