محسن داوړ: د ټولنیزو رسنیو پرته پي ټي ایم ممکن نه و

د پښتون تحفظ تحریک یو مشر محسن داوړ د واشنگټن په یو تحقبقاتي مرکز کې په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولنیزو رسنیو نه پرته به پښتون تحفظ تحریک ممکن نه و.

د پي ټي ایم یو مخکښ اساس ایښودونکی او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ چې دا وخت امریکا ته په سفر راغلی دی، په هډسن څیړنیز مرکز کې یوې غونډې ته پښتنو ته د راپیښو ستونزو او د پي ټي ایم د فعالیتونو په اړه وینا وکړه. هغه په خپله وینا کې وویل چې د ټولنیزو رسنیو پرته د هغوي تحریک ممکن نه و.

هغه وویل " په بلوچستان کې د پي ټي ایم د غونډې په مهال د پاکستان حکومت انټرنیټ بند کړی و نو د هغوي پلویانو ویډیوگانې ثبت کړې او وروسته یې په سوشل میډیا شریکې کړې."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې نه یواځې دولتي ټلویژن بلکه شخصي ټلویژنونو هم د پي ټي ایم په هکله هیڅ ډول رپورټونه نه خپرول خو د پي ټي ایم مشرانو د ټویټر او فیس بک د لارې خپل پیغام د نړۍ گوټ گوټ ته ورساوه او په غونډو کې یې په سلگونو کسانو گډون وکړ.

ښاغلي داوړ په دغه وینا کې د پاکستان د پوځ هغه ادعاگانې هم رد کړې چې وایي په وزیرستان کې یې امنیت ټینگ کړیدی. هغه وویل چې په دغه سیمه کې اوس هم بیگناه خلک وژل کیږي او ترهگر تروسه ندې په نښه شوي.

د هډسن مرکز د دغې غونډې کوربه په امریکا کې د پاکستان پخوانې سفیر حسین حقاني و. په غونډې کې پاکستان او افغانستان ته د امریکا پخوانی استازی رچرډ ولسن هم موجود و.

محسن داوړ په بنو کې د پي ټي ایم د راتلونکې غونډې په اړه وویل چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دوه ورځې مخکې ویلي و چې پي ټي ایم لویه غونډه نشې کولی. محسن هغه ته په ځواب کې وویل چې خلک به وویني چې پي ټي ایم لویی غونډې کولی شي او کنه.