صدیقي: په ختیځو ولایتونو کې ١٧٦٦ مخالفین وژل شوي

صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تراوسه دخپلو مخالفانو پروړاندې کلک مقاومت کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دولت وسله وال مخالفین له تروریستي بریدونو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د سولې په خبرو کې امتیازات ترلاسه کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هر کله چې د سولې خبرې پیلیږي، د دولت وسله‌وال مخالفین خپلو بریدونو ته زور ورکوي.

هغه وویل "هرکله چې د سولې یا مذاکرې غږ پورته کیږي، تروریستي ډلې هڅه کوي، چې په لا زیاتو تروریستي بریدونو لاس پورې کړي، تر څو په یو ډول د ځان لپاره امتیاز ترلاسه کړي خو د افغانستان ملت د دې فشارونو لاندې نه ځي، د تروریستانو په وړاندې زموږ جګړه ملي او سرتاسري ده."

د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په یوولسمه نیټه په پلازمینه اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

د بهرنیو جنګیالیو نیول

د دغه هیواد د ختیځو ولایتونو په پولو کې د سرحدي پولیسو په عملیاتو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو شمیر بهرني جنګیالي یې ژوندي نیولي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، افغان ځواکونو د ختیځو ولایتونو په سرحدي سیمو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې عملیاتو کې ۱۷۶۶ وسله‌وال مخالفین وژلي او ۱۱۳۱ نور یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د سرحدي پولیسو په یو کمین کې ۹ بهرني جنګیالي نیول شوي، چې د تحقیقاتو لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل "دوی کابل ته لیږدول شوي، د کورنیو چارو وزارت د تروریزم سره د مبارزې عمومي ریاست له دوی څخه د تحقیقاتو مسئولیت په غاړه اخیستی، له دوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي، چې ورکې دوه میله راکټ لنچر، اوه میله کلاشینکوف او یوه اندازه مهمات او دهشکه او چاودیدونکي توکي شامل دي، کابل ته لیږدول شوي."

د صدیق صدیقي پر وینا په دې عملیاتو کې د دولت له مخالفینو څخه سپکې او درنې وسلې، مهمات او نشه‌يي توکي هم د افغان ځواکونو لخوا کشف او ضبط شوي دي.

د کابل موټربم برید

دغه راز ښاغلي صدیقي د کابل په خواجه رواش سیمه کې د تیرې شپې موټربم چاودنې په اړه وویل، په دې چاودنه کې د ۹ ښځو په ګډون ۳۶ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

هغه وویل په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي چې هویت یې لا هم معلوم نه دی.

د صدیق صدیقي پر وینا چاودنه ډیره زوروره وه، چې له امله یې ملکي وګړو ته زیات مالي زیان اوښتی دی.

طالبانو د دې موټربم برید مسئولیت منلی دی.

د مزار پېښه

صدیق صدیقي وویل، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د هندوستان پر قنسلګرۍ برید د درېو بریدکوونکو له وژنې وروسته پای ته رسیدلی او افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې په تلاشۍ بوخت دي.

هغه وویل په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او د ۵ پولیسو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د صدیق صدیقي پر وینا د نښتې پر مهال زیات شمیر ملکي وګړي په سیمه کې ایسار وو او د هغوی د ژغورلو له امله جګړه دوامداره شوه.

د یکشنبې په ورځ شپه مهال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د هند په قونسلګرۍ باندې وسله والو برید کړی وو چې له افغان ځواکونو سره يې دوامداره جګړه وکړه.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې په دغه برید کې هندي دیپلوماتانو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د دغه برید مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.