د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل د بدخشان د وردوج د صوفیانو په کلي کې په امنیتي پوستو دوه ورځې مخکې طالبانو بریدونه کړي، اوولس امنیتي پرسونل نادرکه دی خو د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې له تېرو څلورویشتو ساعتونو راهېسې د وردوج په کلیو او په ځانګړي توګه د صوفیانو په کلي کې تصفیوي عملیات روان دي.
ښاغلی صدیقي وايي، له پلازمینې کابل هم لوړ پوړي امنیتي چارواکي سیمې ته رسېدلي، عسکر هم ورلېږل شوي ترڅو د وردوج کلي له وسله والو مخالفینو پاک کړي.
هغه وویل "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ وسله والو مخالفین وژل شوي، مونږ هم درې پولیس له لاسه ورکړي دي او شپږ نور ټپيان دي."
ښاغلی صدیقي وايي، تېر کال د وردوج له بېرته نېولو وروسته دغلته شپږ سوه پولیس ځای په ځای شوي وو.
تېر کال هم وسله والو مخالفینو د بدخشان په وردوج بریدونه کړي وو، او دغه ولسوالۍ یې نېولې وه، د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ولسوالۍ په ستراتیژیک موقعیت ده او مخالفین یې د نېولو هڅې کوي.
داعش په افغانستان کې
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په افغانستان کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت یا داعش پورې تړلي د ګروپونو شتون رد کړ وې ویل چې هیڅ داسې کړۍ نشته چې له دغې ډلې سره په تماس کې وي.
صدیق صدیقي وویل "په افغانستان کې تراوسه داسې نښې او نښانې نه وینو، چې د داعش له ګروپ سره کوم تړاوو، دوی ولري، هېله مو هم دا ده چې داسې کسان به نه وي، چې د داسې یو ګروپ سره چې د اسلام په بدنامۍ کار کوي، دوی روابط ولري، دا کاملا رودو. دا افغانستان خلک او امنیتي ځواکونه به هیڅکله داسې ډلې ټپلې ته اجازه ور نه کړي."