د پغمان د پېښې پنځه عاملین سبا اعدام کیږي

د پغمان د جنسي تیري د پیښې اوه مجرمان د کابل د استناف په محکمه کې (ارشیف)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د پغمان د پېښې عاملین چې د افغانستان درې ګونو محکمو پرې مخکې د اعدام حکم صادر کړی وو، سبا ته به اعدام شي، خو په بشپړه توگه څرگنده نده چې سبا څه وخت به دا حکم تطبیق شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د پغمان د جنسي تیري د پېښې عاملینو ته به سبا د اعدام سزا ورکړل شي، خو دا چې څرنګه به د اعدام دا جزا ورکول کیږي، لا یې هم معلومات په لاس کې نه لري.

ښاغلي صدیقي وویل ‪"‬د راپورونو په اساس سبا ته به اعدام شي، ډېر معلومات نه لرو، ځای یې هماغه د څرخي پله زندان دی، دا چې رسنۍ به د اعدام په مهال وي او که نه د ورځې په وروستیو کې به یې معلومات درکړو.‪"‬

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر بیا وویل چې د پغمان له قضيې درې کسه نور عاملین چې تښتېدلي وو، د نېولو په لټه کې یې دي.

هغه وویل ‪"‬ د پغمان د قضيې دوه عاملین په یوه لوی ښار کې په مزدحمه سیمه کې اوسیږي، مونږ به دا دوه کسه ډېر ژر ونیسو، یو کس دلته نشته، بهر دی هغه هم ژر نیسو یا یې په یو شکل راولو.‪"‬