د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د دفترونو تړونکو ته خبرداری ورکړ

A police officer walks by a damaged building in the European Union quarter during a demonstration against COVID-19 measures in Brussels, Belgium.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ملي امنیتي ځواکونه به د هغو کسانو پر وړاندې له ځواک څخه کار واخلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارونو په مخ کې خنډ ګرځي او د کمیسیون دفترونه تړي.

د دغه وزارت ستر امنیتي معین جنرال اخترمحمد ابراهیمي د یکشنبې پر ورځ (وږي ۲۵ مه) رسنیو ته په یو لیږلي ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د ټاکنو د دفترونو بندول د قانون له مخې یو ناوړه او غیر قانوني عمل دی او دوې امنیتي ځواکونو ته امر کوي، چې د دغه کار مخه ونیسي.

ښاغلي ابراهیمي وویل د قانون له مخې هرڅوک حق لري، چې مظاهرې وکړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي خو په هیڅ صورت د عامه نظم اخلال او هغه ځایونه چې ټولنیز خدمات وړاندې کوي او یا د ملي ګټو لپاره وظایف ترسره کوي د هغوې د بندولو اجازه هیچ چاته نه ورکوي.

ښاغلي ابراهیمي وویل" انتخابات یوه ملي پروسه ده، د هیواد ټول امنیه قوماندانان د امنیتي ځواکونو سره که هغه د ملي اردو او یا ملي امنیت مربوط دي د خلکو په حمایت باندې مکلف ګڼل کیږي چې د انتخاباتو د دفترونو بشپړ امنیت وساتي او د ضرورت په وخت کې کولای شي چې قوه هم استعمال کړي تر څو د دغو دفترونو بشپړ امنیت تامین وه اوسي".

د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تیره ورځ د افغانستان د ستر ملي ائتلاف لخوا په دریو ولایتونو کندهار، بلخ او هرات کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفترونه تړل شوي دي.

د افغانستان ستر ملي ائتلاف په نوم د سیاسي ګوندونو له خوا جوړ شوي ائتلاف غړو او پلویانو د شنبې په ورځ د کندهار، هرات او بلخ په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه د ټاکنو د شفافیت لپاره د خپلو غوښتونو تر منلو پورې وتړل.

دغو لاریون کوونکو ویل، چې د ټاکنو د شفافیت لپاره یې د افغان حکومت او ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا غوښتنې ندي منل شوي، نو ځکه یې د کمیسیون د یو شمیر ولایتي دفترونو دروازې وتړلې.

د افغانستان ستر ملي ائتلاف غړو ګواښ کړی، چې که یې غوښتنې و نه منل شي، نورو ولایتونو کې به هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفترونه وتړي.

دغه ائتلاف په راروانو ټاکنوکې له بایو میتریک سیستم څخه پر ګټې اخیستنې سربیره د ټاکنو د اوسني سیستم پر بدلولو هم ټینګار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي، چې د احزابو او سیاسي جریانونو دغه غوښتنې په اوس وخت کې نه شي عملي کیدلای او دا کار به راتلونکې ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.