سپوږمۍ نن شپه ۲۷ زره کیلومتره ځمکې ته نژدې کیږي

څو میاشتې مخکې هم سپوږمۍ ځمکې ته نژدې شوې وه

ساینسپوهان وايي چې نن شپه د اپریل ۷ (وري۱۹) سپوږمۍ ۲۷۴۶۴ کیلو مېتره ځمکې ته نژدې کیږي.

سپوږمۍ له ځمکې څخه ۳۸۴۴۰۰ کیلو مېتر لېرې ده.

په داسې حال کې چې د کرونا له کبله په نړۍ کې اکثر خلک په کورونو کې قرنطین شوي‌ دي، نن شپه کولی شي چې د خپلو کورونو له کړکیو او بالکینونو څخه د سپینې سپوږمۍ ننداره وکړي.

په روان کال کې دا دویم ځل دی چې سپوږمۍ ځمکې ته داسې نژدې کیږي.

په دغه شپه سپوږمۍ لویه، نژدې او ډېره رڼه ښکاري

د نورو شپو خلاف په دغه شپه به سپوږمۍ د ځمکې خلکو ته ۱۴ برابره لویه او ۳۰ فیصده رڼه او سپینه ښکاره شي.

دا پېښه ننه شپه ده، خو خلک سبا شپه هم د دغې طبعي ښکلا ننداره کولی شي.

سایسنپوهان وايي نن شپه به سپوږمۍ دومره رڼه او ښکلې وي چې څو ثانیې کتل به یې هم سترګې وبرېښوي.