ملګري ملتونه: د غزې له رفح څخه لږترلږه ۱۰۰ زره کسان وتلي

د غزې تړانګې په شمالي او مرکزي سیمو کې د تیرو اوو میاشتو سختو جګړو په ترڅ کې شاوخوا ۱.۵ میلیون فلسطینیان رفح ته کډه شوي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۱) وویل، د غزې په جنوبي ښار رفح باندې د اسرائیل د ځمکني یرغل له ویرې په تیرو څو ورځو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان له دغه ښار څخه وتلي دي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ د رفح د ځینو برخو اوسېدونکو ته امر وکړ چې له دغې سیمې ووځي. دې کار په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (یونیسف) ویلي چې تر سلو زرو زیات کډوال له سیمې وتلي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) دا شمېر له ۱۱۰ زرو څخه ډېر ښودلی دی.

وروسته له هغه چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند مذاکره کوونکي د مصر له پلازمېنې قاهرې څخه پرته له کومې موافقې ووتل، د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړ چې په رفح باندې د اسرائیل ځمکنی برید به د "بشري ناورین" لامل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د وینا پر مهال وویل: "پر رفح باندې پراخ ځمکني برید به د بشري ناورین لامل شي او د هغو خلکو د ملاتړ لپاره به زموږ هڅې ودروي چې له قحطۍ سره مخ دي."

په دې وروستیو اونیو کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې روان وضعیت په نړیواله کچه د پام وړ ګرځېدلی دی. د غزې تړانګې په شمالي او مرکزي سیمو کې د تیرو اوو میاشتو سختو جګړو په ترڅ کې شاوخوا ۱.۵ میلیون فلسطینیان دغه ښار ته کډه شوي دي.

د غزې په تړانګې کې د اوچا د دفتر مشر جورجیو پیټروپولوس وویل، په غزه کې وضعیت "د بېړني حالت بلې بې ساري لوړې کچې" ته رسېدلی دی.

هغه له رفح څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د نظامي عملیاتو په تړاو د اسرائیلو د پوځ د وروستي امر په نتیجه کې د هغو بې ځایه شویو شمېر ۱۱۰ زرو ته رسېدلی چې شمال لور ته کډه شوي. ډیری دا هغه خلک دي چې پنځه یا شپږ ځله بې ځایه شوي دي."

متحده ایالاتو او د نړۍ نورو هېوادونو له اسرائیل څخه غوښتي چې د پراخو ملکي تلفاتو د مخنیوي دپاره په رفح کې له پوځي عملیاتو ډډه وکړي.

د جمعې په ورځ د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې د توپخانې د بریدونو خبر ورکړل شوی.

د غزې په تړانګه کې د یونیسف د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي همیش ینګ غزې ته د تیلو او نورو بشري مرستو د سمدستي جریان غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په رفح "باید یرغل ونه شي."

هغه چې له رفح څخه یې خبرې کولې، وویل: "پرون زه د الموصی سیمې ته تللی و. د رفح ددغې سیمې خلکو ته هم د وتلو امر شوی دی... په تیرو پنځو ورځو کې له رفح څخه څه باندې ۱۰۰ زره کسان تښتیدلي او د بې ځایه کیدو لړۍ دوام لري."

فرانس پرس د جمعې په ورځ سهار د غزې په تړانګه کې د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې د توپخانې د بریدونو خبر ورکړی دی.

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴۹۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.