لیبیا کې ۳۸۶ پاکستانیان د قاچاقبرانو څخه ژغورل شوي

پولیسو دا ندي ویلي چې آیا قاچاقبران یې هم نیولي که نه.

په لیبیا کې د بشري حقونو یوه ډله وایي پولیسو د دې هیواد په جنوب کې ۳۸۵ پاکستاني کډوال په یوې چاپې کې د قاچاقبرانو څخه ژغورلي چې په یو ګدام کې ساتل کیدل.

د العبرین په نامه دې ډلې چې په لیبیا کې د کډوالو سره مرستې کوي، دوشنبه جولای ۳۱ (زمري۹) په رسمي فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې دا پاکستان اتباع د تبروک ښار څخه تقریباً ۸ کیلو مټره لیرې په یو ګدام کې ساتل کیدل او پولیسو د چاپې څخه وروسته آزاد شوي.

په خوشې شویو کسانو کې ماشومان هم شته.

د بشري حقونو دې ډلې یو غړي د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دا پاکستاني اتباع پدې نیتلیبیا ته راغلي و چې لدې ځای څخه به اروپایي هیوادونو ته ځي خو قاچاقبرانو هغوي نیولي و او د خوشې کیدو لپاره یې ترې پیسې غوښتې.

تر اوسه نده معلومه چې آیا په چاپې کې قاچاقبران هم نیول شوي او که نه.

د العبرین ډلې په فیسبوک پاڼې کې د ګڼ شمیر کسانو انځورنه خپاره کړي چې ظاهراً ښودل کیږي پاکستاني اتباع دي او د ګدام مخې ته ناست دي.

لیبیا په اوس وخت کې د هغو کډوالو لپاره په یوې مهمې لار بدل شوي چې د افریقايي، منځني ختیځ او نورو هیوادنو څخه راځي او کوښښ کوي چې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

خو قاچاقبران په لیبیا کې د بې ثباتي او بې امنیتۍ څخه په ګټې اخیستو ددې کډوالو څخه پیسې اخلي او د مصر، سودان او الجزایر د لارې کډوال لیبیا ته لیږدوي.

قاچاقبران دا کډوال اړ کوي چې په خرابو ربړي کښتیو کې کښیني او د مدیترانیې خطرناکې بحیرې د لارې یې اروپایي هیوادونو په لور بیایي چې ډیری وخت په لارې کې د کښتۍ ډوبیدو له کبله د مرګ سبب هم کیږي.

یوه کښتۍ چې د تیرې جون میاشت کې د یونان په ساحل کې ډوبه شوه، د لیبیا څخه پکې ۷۰۰ تنه سپاره وه چې ۳۵۰ یې پاکستاني اتباع و. د دې ټولو کسانو د جملې څخه د ۱۲ پاکستانيانو په ګډون یوازې ۱۰۴ تنه ژوندي ژغورل شوي و.