ایټالیا کې د افغانانو په شمول د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې، په لسګونو کسان پکې مړه دي

چارواکي وايي، د ایټالیا په ساحل کې دې بیړۍ د افغانستان پاکستان او ایران شاوخوا ۲۰۰ کډوال لېږدول چې په سمندر کې د خرابې هوا له کبله له ډبرو سره وجنګېده.

د ژغورنې کارکوونکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) د ایټالیا په ساحل کې د کډوالو د یوې بیړۍ د اوښتو په پېښه کې شاوخوا ۵۸ تنه مړه شوي چې زیاتره یې افغانان دي.

د ایټالیا د محلي رسنیو د خبر په اساس، دې بیړۍ چې د افغانانو برسېره د پاکستان، ایران او سومالیې شاوخوا ۲۰۰ کډوال لېږدول، څو ورځې وړاندې له ترکیې حرکت کړی و، او د یکشنبې په سهار د ایټاليا د کلابریا د سیمې په ساحل کې د خرابې هوا له کبله له ډبرو سره وجنګېده.

د ایټالیا د ساحل ساتنې ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۴۳ کسانو جسدونه یې موندلي. په اعلامیه کې راغلي: "تر اوسه ۸۰ تنه ژوندي رایستل شوي، ځینو کسانو د بیړۍ له ډوبېدو وروسته پخپله ځانونه وچې ته ایستلي دي."

د ژغورل شویو کسانو له جملې څخه ۲۲ تنه روغتون ته د درملنې دپاره وړل شوي دي. د ایټالیا د ګمرکاتو پولیسو ویلي چې یو کس یې د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی.

د کلابریا والي روبرټو اوکیوتو وویل: "د ماشومانو په ګډون په لسګونو کسان ډوب شول. ډیر کسان ورک دي. کلابریا ددغې ناوړې پېښې ماتم کوي."

ځايي رسنیو وویل دا بیړۍ د یکشنبې سهار وختي په سمندر کې په توپاني هوا او لوړو څپو کې راګېر شوه.

چارواکو ویلي چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ژغورنې د عملې د یو غړي د AGI خبري اژانس ته ویلي چې په بیړۍ کې له اندازې زیاتو کسان سفر او خرابه هوا ددې بیړۍ د ماتېدو لامل شوی دی.

د ایټالیا د ساحل ساتنې ځواکونو وویل، د ۴۳ کسانو جسدونه یې موندلي او تر اوسه ۸۰ تنه ژوندي رایستل شوي.

له دې پېښې څو ورځې وړاندې د ایټالیا ښي اړخي سخت دریځي حکومت د پارلمان له لارې د مهاجرینو د ژغورنې په اړه یو جنجالي قانون تصویب کړ.

ښي اړخې ولسمشره جورجیا میلوني، چې له فاشیستي دورې راوروسته د ملت پاله محافظه کار "د ایټالیا د وروڼو ګوند" مشره ده، د اکتوبر په میاشت کې تر ډېره بریده د خپلې هغې ژمنې له مخې واک ته ورسېده چې د ایټالیا ساحلونو ته د مهاجرینو د بهیر مخنیوی به کوي.

د ایټالیا دا نوی قانون مرستندویه کښتۍ مجبوروي چې د کډوالو د ژغورنې دپاره په یو وخت کې یوازې یوه ګزمه وکړي. منتقدین وايي، چې له دې امله به په مرکزي مدیترانې کې د مهاجرینو د ډوبېدو او مړینې کچه لوړه شي.

دا اروپا ته د پناه غوښتنې په هدف د تلونکو کډوالو دپاره تر ټولو خطرناکه لاره بلل کیږي.

د کډوالو د ملاتړ ټولنو ویلي، په لوی شمیر کډوال چې د جګړې او بې وزلۍ له کبله خپل هېوادونه پرېږدي، په اروپا کې د ښه ژوند په لټه، د ایټالیا ساحل ته د رسېدو هڅه کوي.