مدیترانیه بحیرې کې ۴۳۸ کډوال د ډوبیدو څخه ژغورل شوي

آرشیف

یوه غیر حکومتي اداره چې په مدیترانیې بحیرې کې د کډوالو ژغورلو لپاره ماموریتونه کوي، جمعه اګست ۲۵ (وږي۳) یې ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې یې لږ تر لږه ۴۳۸ کډوال د ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

د SOS په نامه دې سازمان ویلي چې د ژغورنې کښتیو دا کډوال د لیبا او تونس په سواحلو کې په نړیوالو اوبو کې د ډوبیدو څخه ژغورلي دي خو دا یې ندي ویلي چې ژغورل شوي کډوال د کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي.

دې غیر حکومتي ادارې ویلي چې ۲۷۲ کډوال یې د پنجشنبې په ورځ د مدیترانیې په مرکزې برخې کې د دریو کښتیو څخه ژغورلي دي. چارواکو ویلي چې دا کسان د ۲۳ بیلا بیلو هیوادونو اوسیدونکي دي خو د هیوادونو نومونه یې ندي یاد کړي.


په ژغورل شويو کې ۳۲ یې بې سرپرسته ماشومان، نهه یې نوي زیږیدلي او پنخه یې معیوبیت لرونکي دي.

د ژغورنې دا اداره چې مرکز یې په فرانسې کې دی، همدارنګه ویلي چې د جمعې په ورځ یې ۱۳۶ نور کډوال چې په څو کښتیو کې سپاره و او د ډوبیدو د خطر سره مخ و، ژغورلي دي.

دې ادارې ویلي چې دا کسان یې د ایټالیا د ساحلي ګارډ سره په ګډه د تونس او ایټالیا د لامپيدوسا ټاپو تر منځ ژغورلي دي.

ډیری کډوال چې د شمالي افریقایي هیوادونو څخه غواړي ځانونه د سمندر د لارې اروپا ته ورسوي، همدې ټاپو ته راځي چې د تونس څخه یوازې ۹۰ میله لیرې پرته ده.

د مدیترانې سمندرګی او په ځانګړې ډول مرکزي برخه یې د کډوالو لپاره چې غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي په یوې خطرناکې لارې بدل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال پیل راهیسې ۲۰۱۳ تنه چې د مدیترانیې په مرکزې برخې کې یا مړه شوي او یا یې تر اوسه د مرګ او ژوند په هکله هیڅ معلومات نشته.

دې نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې تیر کال پدې لار یوازې ۱۴۱۷ تنه په اوبو کې ډوب شوي چې وروسته یې مړي پیدا شوي او یا یې هیڅ درک ندی معلوم.

دوه میاشتې وړاندې هم د دې بحیرې په لویدیځې برخې کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې لږ تر لږه ۸۲ تنه پکې مړه شول.

د اروپا د سرحدي امنیت یوې ادارې ویلي چې په روان میلادي کال کې د مدیترانې بحیرې د مرکزي لارې څخه اروپایي هیوادونو ته د کډوالو تګ دوه چنده ډیر شوی او پدې تیرو څو میاشتو کې د کښتیو د چپه کیدو پیښې هم ډیرې شوي.


ملګرو ملتونو هم ویلي و چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په ټولې نړۍ کې څه باندې ۵۰ زره کډوال د ښه ژوند په لټه کې مړه شویدي.