د لیبیا په ساحل کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې او ۶۱ تنه په کې مړه شوي

آرشیف

د کډوالو نړیوال سازمان د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) ویلي چې د لیبیا په ساحل کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې چې لږ تر لږه ۶۱ تنه پکې مړه شوي او ۲۵ نور ژوندي ژغورل شویدي.

دا په شمالي افریقا کې، چې پدې تیرو څو کالونو کې د هغو کډوالو لپاره چې غواړي ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي په یوې مهمې لارې بدل شوی، د کډوالو د کښتۍ ډوبیدو تازه پیښه ده.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې چې د فرانس پریس خبري اژانس ته یې استولې ویل شوي چې په سمندر کې د لوړو څپو له کبله دا کښتۍ چې ۸۶ تنه پکې سپاره و، چپه شویده.

په اعلامیې کې د ژوندي ژغورل شویو کډوالو له قوله ویل شوي چې کښتۍ د لیبیا په شمال لویدیځ ساحل کې ډوبه شوې. لیبیا او تونس د کډوالو لپاره چې غواړي ایټالیا ته ولاړ شي، د سفر کولو په مهمو سیمو بدل شوي چې ډیر وخت پکې کډوال په لارې کې ډوبیږي.

د کډوالو دې نړیوالې ادارې ویلي چې په سیند کې اکثریت ډوب شوي کسان میرمنې او ماشومان دي چې د نایجریا، ګامبیا او نورو افریقایي هیوادونو اتباع و او ۲۵ نور ژغورل شوي پناه غوښتونکي د لیبیا د کډوالو یو مرکز ته انتقال شوي دي. دې ادارې ویلي چې د کډوالو لپاره یې روغتیایي خدمات برابر کړي او د هغوي وضعیت یې ښه بللی.

د کډوالو د نړیوال سازمان یو ویاند د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې څه باندې ۲۵۰۰ کسان چې غوښتل یې د مدیترانیې بحیرې د لارې اروپا ته ولاړ شي، په لارې کې مړه شوي.

د کب نیولو یوه کښتۍ چې د جون میاشتې په ۱۴د یونان په ساحل کې ډوبه شوه، ۷۵۰ تنه پکې سپاره وو چې یوازې ۱۰۴ یې وژغورل شول او د ۸۲ نورو جسدونه وموندل شول.

هغوي چې ژوندي ژغورل شوي، مسؤلینو ته یې ویلي و چې په کښتۍ کې د سوریې، پاکستان، او مصر اتباع سپاره وو. د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې ۱۵۳۰۰۰ کسان د تونس او لیبیا د لارې ایټالیا ته رسیدلي دي.