د بشري حقونو څار ډله: ۶۷٪ افغانې نجونې له ښوونځي محرومې دي

راپور وايي ښايي ښوونځیو ته د نجونو د تللو په برخه کې شوي پرمختګونه معکوسه نتیجه ورکړي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې په اړه په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، چې د اټکل له مخې د دغه هیواد له هرو دریو نجونو څخه دوه یې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې دي.

دغې ادارې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور څخه شپاړس کاله تیریږي، خو لا هم د دغه هیواد د نجونو لویه برخه له ښوونې او روزنې څخه محرومه ده.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي "په ورته وخت کې د امنیتي وضعیت په خرابیدو سره، هغه پرمختګ چې ښوونځیو ته د نجونو د تللو په برخه کې شوی وو، ښايي معکوسه نتیجه ورکړي او په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې د کچې د کموالي لامل شي".

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې د افغانستان د ښوونځیو یو څلویښت فیصده یې تعمیر نه لري او اکثره ماشومان له ښوونځیو څخه په لرې واټن کې دي، چې دغې چارې هم ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې، د کورنیو له خوا له نجونو سره تبعیضي چلند بل هغه لامل یاد کړی، چې له مخې یې نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی.

د بشري حقو د څار نړیوالې ادارې ویلي، د نجونو یوه برخه په لوی لاس د کورنیو له خوا ښوونځیو ته نه استول کیږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې د زده‌کړو پر شرایطو برابرې نږدې دوه نیم میلیونه ماشومې نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي​.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، ۳.۵ میلیونه ماشومان، چې په هرو دریو کې یې دوه نجونې دي، ښوونځیو ته له تګ څخه بې‌برخې پاتې شوي او هغه نجونې چې ښوونځيو ته ځي، له شپیتو نیولې تر اویا فیصده یې د ځینو لاملونو له امله خپلې زده‌کړې بشپړولی نه شي او ښوونځی په نیمايي کې پریږدي.

خو دغه وزارت وايي، چې په خپل نوي ستراتیژیک پلان کې یې ښوونځیو ته د نجونو تګ په وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.