امریکایي چارواکي: د مکسیکو سره په شمالي سرحد کې هره ورځ ۷ زره کډوال نیول کیږي

سره لدې چې د متحده ایالاتو چارواکو کډوالو ته ویلي چې سرحدونه تړل شوي او امریکا ته د راتګ کوښښ دې نکوي خو بیا هم هره ورځ زرګونه کډوال د دې هیواد جنوب لویدیځ سرحد ته پدې هیله چې امریکا ته راشي، ځانونه رسوي.

د امریکا د مهاجرت فدرالي چارواکو ویلي چې د مکسیکو سره په شمالي سرحد کې مسؤلین هره ورځ شاوخوا ۷ زره کډوال نیسي چې غواړي متحده ایالاتو ته راشي.

په عین حال کې امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی که د کرونا وبا له کبله وضع شوي شرایط او محدودیتونه لیرې شي، د کډوالو شمیر چې غواړي د جنوبي او مرکزي امریکا د هیوادونو څخه متحده ایالاتو راځي، په ورځ کې تر ۱۸ زرو پورې ورسیږي.

دغه شرایط چې نیټه د همدې روانې مې د میاشتې په ۲۳ مې پای ته رسیږي، کډوال اړ باسي چې د کرونا په ویروس اخته وي، باید په مکسیکو کې پاتې شي.

سره لدې چې د امریکا حکومت غواړي دغه شرایط له منځه یوسي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د فدرالي قاضي د هغې پریکړې درناوی کوي چې تیره اوونۍ یې حکم کړی و دا شرایط تر امر ثاني پورې پخپل حال کې وساتل شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس د سي ان ان تلویزوني شبکې سره په مرکې دا ومنله چې دا اداره د څو میاشتو راپدیخو د کډوالو د ډیر راتګ لپاره په چمتووالي اخته ده.

سره لدې چې د امریکا په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو ګڼ شمیر غړیو اندیښنه ښودلې چې په سرحد کې په دومره ډیر شمیر د کډوالو راتګ به د مسؤلینو د اوږو بار څو چنده ډیر کړي خو ښالي مایورکاس د جنوبي او مرکزي امریکا د هیوادونو څخه غوښتي چې پخپل سرحدونه ټینګ

د کورني امنیت وزیر د فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي چې ډیری کډوال چې اوس د مکسیکو او متحده ایالاتو شمالي سرحد ته راځي، د کرونا وبا د مخنیوي له کبله د لګول شوي قانون له مخې بیرته شړل کیږي او یا په کمپونو کې اچول کیږي چې د کډوالۍ په اسنادو یې کار وشي.

ښاغلي مایورکاس وویل چې ۸۶ په سلو کې دا کډوال د اسنادو د طی مراحل لپاره مرکو ته حاضریږي.