په نایجریا کې چارواکو سه شنبه سپټمبر درییمه ( وږي ۱۲) وویل چې د دې هیواد په شمال ختیځ کې د یوبي په الایت کې د وسله والو په بریدونو کې چې ګمان کیږي د بوکو حرام ډلې غړي به و، لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر تري تم شویدي.
د یوبي ایالت د پولیسو ویاند عبدالکریم دونګس د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بوکو حرام شاوخوا ۱۵۰ مشکوکو وسله والو چې په موټر سایکلو سپاره و او په ټوپکو او آر پي جي توغندیو سمبال و، د مافا په کلي برید کړی.
ښاغلي دونګس زیاته کړه چې وسله والو د خلکو کورونو او هټیو ته اور اچولی او لا هم د وژل شویو او ټپي شویو کسانو دقیق شمیر ندی معلوم.
د پولیسو دې چارواکي زیاته کړه چې څه موده وړاندې د همدې کلیو څارګرو د بوکو حرام دوه "ترهګر" وژلي و او ښایي چې د همدې کسانو د غچ اخیستو په خاطر یې دا برید کړی وي.
په سیمې کې حکومتي چارواکو ویلي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل شوي او دا یې هم ویلي چې یو شمیر کسان سیمې ته د حکومتي سرتیرو تر رسیدو وړاندې خښ شوي و.
چارواکو همدارنګه ویلي چې ګڼ شمیر کسان بې درکه شویدي او د ځای ځایګي په هکله یې هیڅ معلومات نشته.
د بوکو حرام ډلې لا تر اوسه پدې برید باندې تبصره نده کړې.
دا او نورې جهادي ډلې د شاخواو ۱۵ کالونو راهیسې د نایجریا په شمالي برخو کې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
ددې جهادي ډلو سربیره، جنایي او د بدماشانو ډلې د نایجریا په شمال او شمال غربي سیمو کې په کلیوالو وخت ناوخته بریدونه کوي. دوي د خلکو کورونه سیځي، لوټ او تالان کوي او کلیوال تښتوي.
یو شمیر جهادي ډلې د همدې جنایي ډلو سره په ګډه کار کوي او د نایجر په مرکزي ایالت کې یې قوي مرکزونه جوړ کړیدي.