۴۸ ٪ افغانان څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نلري

په وروستیو کلونو کې د ښارونو په ګډون په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوبو برابرول کورنیو لپاره په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۵۲ فیصده خلک په ځانګړي ډول په کلیو کې د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی لري او دا وزارت ۴۸ فیصدو خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو لپاره کار کوي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمان رحیمي وايي، چې په افغانستان کې خلکو ته په ځانګړي ډول کلیو کې د څښلو پاکو اوبو برابرول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي رحیمي وویل " هیله لرم، چې دا شمیرنې نورې هم لوړې لاړې شي، هڅه کوو، چې د دې لپاره زیاته بودیجه او د خپلو نړیوالو همکارانو همکاري جلب کړو".

ښاغلی کریمي وايي، چې اوس مهال د دغه وزارت ۷۰ فیصده فعالیتونه په کلیوالو سیمو کې د خلکو ژوند د ښه کیدلو چارو ته ځانګړي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې هرکال په افغانستان کې په زرګونو ماشومانو د نس ناستي له ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي .

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې تر ډیره ماشومان د ناپاکو اوبو د څښلو له امله پر دغې ناروغۍ اخته کیږي.

د اوبو رسولو او محیطي حفط الصحې ملي پروګرام د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې د ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې پیل شوی دی.

د دغه پروګرام هدف د روغتیا د نړیوال سازمان د معیارونو پر اساس تر ۲۰۲۰ پورې په کلیوالو سیمو کې خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو برابرول دي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، چې پاکو اوبو ته د خلکو د لاس رسي د کچې زیاتیدو سره به په افغانستان کې د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر د ماشومانو ژوند وژغورل شي.

د افغانستان د مرکزي احصایي د روان لمریز کال د راپور له مخې څه باندې ۷۱فیصده افغانان په کلیو کې ژوند کوي.

د مرکزي احصايي ویاندې میرمن روبینه شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ۳۲.۲ میلیونو نفوس له ډلې ۲۳ میلیونه ، چې ۷۱.۴ فیصده کیږي د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.