کابل کې څه باندې ۹ نیم ټُنه مخدره مواد وسوزول شول

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د دغه مرکز د محاکمو د حکم پر بنسټ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې څه باندې ۹ نیم ټُنه مخدره مواد وسوزول شول.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، چې دغه اندازه مخدره مواد په یو کال کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا په کابل کې نیول شوي وو.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، څه باندې ۱۵۲ کیلو ګرام هیروئين، نږدې ۴۴۶ کیلو ګرام اپین، څه باندې ۱۵۸ کیلو ګرام مورفین، نږدې ۵۷۰ کیلو ګرام چرس، له ۵ کیلوګرامو څخه زیاته شیشه او نږدې ۴ کیلوګرام کرستال په سوزول شوو موادو کې شامل دي.

دغه راز ښاغلي مؤحد وویل، چې په دغو موادو کې، څه باندې ۷۲ کیلو ګرام کیمیاوي مواد، نږدې ۸۱۴۶ لیټره الکولي مشروبات او نور مواد هم سوزول شوي دي.

خالد مؤحد زیاته کړه، پولیسو د دغو مخدره موادو د قاچاق په تور ۵۵۵ تنه نیولي دي، چې په کې ۲۴ ښځې، ۳۵ دولتي کارکوونکي، ۶ تنه ایرانیان او یو پاکستانی هم شامل دي.

ښاغلي مؤحد وویل، چې دغو کسانو ته د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز درې‌ګونو محکمو، تر شلو کلونو د تنفیذي حبس سزا ورکړې ده.