ملګري ملتونه: تیرو نهو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي

عکس (ارشیف)

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای او ایم» موندنې ښیي چې د ۲۰۱۲ کال له پیله د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې درې میلیونه او ۲۲۸۸۹ افغانان بهرنیو ملکونو ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د ارزونې په اساس د ۲۰۱۲ کال له پیل څخه بیا د ۲۰۲۰ کال تر پیل پورې څلور میلیونه او۱۹۶۷۸۷ تنه کسان یا په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

همدارنګه د دغه بنسټ شمیرې ښیي چې په دغه موده کې څلور میلیونه او ۹۳۷ زره او ۲۷۷ کسان له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په تیرو نهو کلونو کې د افغان کډوالو شمېر له دوی سره شریک شوی، خو وايي چې دوی هم په په دې اړه خپلې ملاحظې لري.

دیاد وزارت ویاند رضاء باهر د اګست په دریمه ( زمري۱۲) امریکا غږ ته وویل"ځینې ملاحظې موجودې دي چې د هغوې (ای او ایم) منابع یې ډیرې محدوده دي او په همدې خاطر هغه شمیرې چې وړاندې شوي دي د ملاحظې وړ دي او داسې شمیرې دي چې واقعت ته نیږدې دي".

ښاغلي باهر وویل چې ډیر افغانان په تیرو کلونو کې په قاچاقي توګه له افغانستان څخه وتلي دي او په همدې دلیل، دقیقې شمیرې له دوی سره نشته.

هغه د افغانانو مخصوصا ځوانانود تیښتې اصلي لامل نا امني او خراب امنیتي وضیعت وباله او ویې ویل چې افغانانو تر ډیره په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې کډوالۍ ته مخه کړې ده.

د کډوالو وزارت وایي چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو د شدت له کبله دوی یو ځل بیا اندیښمن شوي چې کډوالي به زیاته شي.

ښاغلي باهر وویل"موږ اوس هم ددې موضوع لپاره اندیښمن یو چې د جګړو او تاوتریخوالي په زیاتیدو سره به چې د طالبانو لخوا ترسره کیږي د افغانستان په ولایتونو او یو شمیر ولسوالیو کې ددې امکان لري چې یو شمیر هیوادوال خپل هیواد پریږدي".

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان څخه د هیوادوالو تیښته زیاته شوې ده او ګڼ شمیر خلک د ایران او ترکیې له لارې په قاچاقي توګه غواړي اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په تیرو ۴۰ ورځو کې څه باندې ۴۰ تنه افغانان چې په قاچاقي توګه ایران خاورې ته تللي وه یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي د وسله والو ډلو له خوا چې کومې کړنې کیږي اندیښنې، ډار او وهم یې رامنځته کړی او خلک اړ باسي چې خپل هیواد کې د پاتې کیدو پر ځای تیښته غوره کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال نعیم نظري په دې اړه امریکا غږ ته وویل"د افغانستان اوسیدونکي احساسوي چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره دوی نه شي کولای خوندي پاتې شي.تر هغه چې بشري حقونه او نړیوال بشر دوستانه قواعد عملي نه شي دا ډار او اندیښنه به ورځ په ورځ زیاتیږي".

ښاغلي نظري وویل چې د بشري حقونو کمیسیون د فوري اوربند غوښتونکی دی او د جګړې له دواړو لورو څخه غواړي چې د لس هاوو زره کسانو د بې ځایه کیدو او کډوالۍ د مخنیوي لپاره دې د ددوی غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د بشري حقونو د کمیسیون مرستیال همدارنګه له ملګرو ملتونو څخه و غوښتل چې په هغو ډلو چې د جګړې د شدت لامل کیږي فشار راوړي تر څو د کډوالۍ مخه ونیول شي.