دفاع وزارت: سږکال څه باندې ۴۸زره تنه ملي اردو ته جذب شوي

د افغانستان دفاع وزارت د شمېرو له‌مخې، د روان لمرېز کال له پیل څخه تر دامهاله څه باندې ۴۸ زره تنه نوي ځوانان د ملي اردو لیکو کې جذب شوي دي.

د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ ته وویل، چې دا مهال د افغانستان د ملي اردو ځواکونو شمېر د ۱۹۵زره څخه تر ۱۹۶زرو پورې رسېږي.

غفور احمد جاوید

هغه زیاته کړه"موږ هره میاشت شپږ زره نفر جلب او جذب لرو، یعنې د جلب او جذب په پروسه کې هېڅ ځنډ نه دی شوی، موږ په ټوله کې ۴۰ د جلب او جذب مرکزونه لرو چې په کابل او ولایاتو کې دي".

په داسې حال کې چې په هره میاشت کې د ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب شمېر شپږ زره تنه ښودل شوی، خو یادو سرتېرو ته د تلفاتو شمېر هم د اندېښنې وړ دی.

ولسمشر غني هم په دې وروستیو کې ویلي چې له ۲۰۱۵ کال څخه تر دا مهاله ۲۸ زره او ۵۲۹ افغان سرتېري له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ څلورو کلونو کې تر ۲۸زرو ډېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي – غني

دا په دسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له وسله والو مخالفینو سره جګړو کې د ملي اردو د د تلفاتو راپورورنه زیات شوي دي.

له دې وړاندې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه ولسي جرګې کې وویل، چې یوازې په یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰ سرتېري وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

  • د سرتیرو بایومیتریک

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سرتېرو د دقیقې شمېرې معلومولو لپاره، د دغه وزارت د سرتېرو د بایومیتریک سیسټم سربېره، د(Army Personal Payment System) سیسټم له لارې د سرتېرو د معاشونو د ورکړې کار هم تر ۸۰ فیصدو پورې پلې شوی دی.

ښاغلی جاوید وایي:"اپس پروګرام د یو سرباز یا منسوب د ملي اردو د نیولو یا د دوی د جلب او جذب د وخت نه ټول کمپیوټرایز سیستم دی تر تقاعده پورې، دفاع وزارت ۹۹.۶ فیصده بایومیتریک عملی کړی دی او د اپس پروګرام ۸۰ فیصده ".

افغان سرتېري

دا سیسټمونه په داسې حال کې په دغه وزارت کې عملي کېږي، چې له دې وړاندې په دفاع وزارت کې د خیالي سرتېرو د موجودیت، په اردو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذي کسانو شتون او پر وخت د سرتېرو د معاشونو نه ورکولو پر سر نیوکې کېدلې.

خو د دفاع وزارت بیا ټینګار کوي، چې تر دا مهاله هېڅ خیالي سرتېری وجود نه‌لري او په دې برخه کې شفافیت منځته راغلی دی.