لیبیا کې د وروستيو سیلابونو د مرګ ژوبلې مخنیوی شونی و - د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې اداره

د لیبیا په ختيځ کې د درنا د سیلاب ځپلي ښار یوه څنډه

پداسې حال کې چې په لیبیا کې د وروستیو سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر له پنځو زرو څخه اوښتی دی، د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۳مه) وویل، که چیرې په دغه هېواد کې د بیړني خبرتیا او د بیړني مدیریت سیسټم په سمه توګه کار کړی وای، نو د زرګونو کسانو د مرګ ژوبلې څخه به مخنیوی شوی وای.

دغه سازمان ویلي، چې د لیبیا په کړکیچ ځپلي هیواد کې د ښه فعالیت په همغږيتوب سره کېدای شوای چې د انساني مرګ ژوبلې شمېر ډیره ټېټه وای.

د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړ چې نور جګړه ځپلي هیوادونه هم د کمزوري لومړني خبرداري سیسټمونو ته ورته، خطرناکو نیمګړتیاو سره مخ دي.

ددغه سازمان مشر، پیټري تالاس په جینوا کې خبریالانو ته وویل:"که چیرې په لیبیا کې د بیړني خبرتیا سیسټم په سمه توګه کار کړی وای، نو د بیړني مدیریت پرسونل خلک د خطر له سیمې څخه ایستلای شوای او پدې توګه به موږ د ډیرو انساني تلفاتو مخه نیولې وای."

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د روانې اوونۍ په پای کې د لیبیا په ختیځ کې وژونکې سیلابونه راووتل ، چې له امله یې لږترلږه پنځه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونو نور لادرکه شول چې د مړیني اټکل یې خورا لوړ دي.

د «دانیل» په نوم د مدیترانې سمندري طوفان د تیرې یکشنبې په ورځ د لیبیا په ختځ کې د مرګوني سیلابونو د راوتلو لامل شو، خو تر ټولو ډیر ویجاړونکی سیلاب بیا په درنا ښار کې راوتلی وو.

په ليبيا کې د سره صليب د نړيوالې کميټې د پلاوي مشر يان فريدز د فرانسې ٢٤ ټلويزيوني شبکې ته وويل، چې زيات باران او د اوبو زياتوالي د دغه ښار د لوړو غرونو په منځ کې د اوبو د دوو بندونو نړیدل، د درنا مرکز ته د مرګونې سيلابونو لامل شو. د هغه په وينا، د سېلاب د څپې لوړوالی تر اوو مترو پوري وې.

ښاغلي تالاس زیاته کړه، چې د هوا د وړاندوینې د خبرتیاو نه خپرول او د لومړنیو خبرداریو په اړه پر وخت نه اقدام ددغه ناورین په تلفاتو د شمیر په زیاتوالي کې ستره ونډه لرلې ده.

هغه وویل، په لیبیا کې کلونو کلونو اوږدې کورنۍ جګړې او سیاسي کړکیچ سره په دغه هېواد کې د هوا پیژندنې شبکې او د معلوماتي ټکنالوژۍ سیسټمونه هم له منځه تللي دي.‌

هغه زیاته کړه: "سیلابونه را ووتل، خو هیڅوک خوندي سیمو ته و نه ایستل شول، ځکه د خبرداریو مناسب سیسټمونه شتون نه درلود."

بلخوا د لیبیا د هوا پېژندنې ملي مرکز په دغه هېواد کې ۷۲ ساعته مخکې د هوا د خطرناکو اورښتونو په اړه حکومتي چارواکو ته د ایمیلونو له لارې خبر ورکړی وو او له دوی یې وغوښتل چې د مخنیوي تدابیر ونیسي.

خو د هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي چې دا لا څرګنده نده چې ایا (خبرتیاوې) په اغیزمنه توګه خپاره شوي وو یا نه.

په ورته وخت کې په بحرین کې د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې ملي مرکز سیمه ایز دفتر ویلي چې: "ستونزه په وخت سره د خبرتیا په خپرولو کې نه وه، بلکې حقیقت دا دی چې "د داسې وضعیت د کنټرول کولو ظرفیت شتون نه درلود، په ځانګړي توګه کله چې د لیبیا په ختیځ ښار درنا کې د اوبو دوه بندونو په ماتیدو سره یو بسیاری حالت رامنځته شو. "

د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې نړیوال سازمان مشر همدا راز خبرداری ورکړ چې د سوډان په ګډون نور جګړه ځپلي هیوادونه د ورته خطرناک لومړني خبرداری نیمګړتیاو سره مخ دي.

هغه وویل چې د هیواد د هوا پیژندنې ادارې رئیس ورته ویلي چې ډیری پرسونل "خرطوم ته تښتیدلي دي او دوی نور نشي کولی د دې ډول لوړ اغیزو هوا پیښو وړاندوینه وکړي".

نوموړي په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل وروسته د هوا پیژندنې د سیسټم په اړه انديښنه وښودله. هغه وویل: "زموږ د معلوماتو له مخې، د اوکراین هوا پیژندنې مرکزونه شاوخوا یو پر دریمه برخه ویجاړ شوي او نور نشي کولی ۲۴ ساعته فعالیت وکړي."