د موصل جگړه پایته نیژدې ده

هوايي بریدونه په موصل کې د داعش پر اهدافو بمباریو ته دوام ورکوي، دعراق قواوې د داعش له جنگیالیو سره په جگړه بوختې دي. د جون دیرشمه، ٢٠١٧ م کال.

ملکیان له موصل نه په تېښه روان دي، که څه هم د عراق صدراعظم حیدر العبادي یوه ورځ مخکې د اسلامي دولت د خلافت د پایته رسیدلو اعلان وکړ، خو جگړه لا په شدت سره روانه ده.

نن دیکشنبې په ورځ په موصل کې هوايي بریدونه پرهغو ځایونو دوام لري چې لاهم دداعش په لاس کې لاپاتې دي. په سوونو ملیکان په تېښه روان دي. په دې کې یوشمېر ډېر سخت زخمیان دي او له لوږې سره مخامخ دي. هغوی د زاړه ښار د خرابو ودانیو، او تنگو سړکونوله منځ نه تیریږي. د عراق دخاصو قواو قوماندان تورن جنرال سامي العریضي وویل په داسی حال کې چې د عراق قواوې د دجلې د سیند په لورپرمختگ کوي.ملکیان چې زیاتره پکې ماشومان او ښځې دي، له نورو بې ځایه شويو سره جوپه جوپه له ښارنه په تېښه روان دي.

تورن جنرال العریضي وویل دعراق خاصی قواو او ۴٥٠ متره ددجلې له سیند نه لیرې دي ا و تمه کوي چی په یو څو ورځو کې ور ورسیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د موصل جگړه لا روانه ده

د عراق فیدرالی پولیس نن د یکشنبی په ورځ دموصل په زاړه ښار کې نور هم پرمختگ کوي. د عراق د دجلی سیند لویدیځه برخه کې زښت ډېر خلک پراته دي. په همدغه سیمه کې دالنوري لرغونی جومات هم پروت دی. د داعش جنگیالي دخپلې وروستۍ جگړې په هڅو کې دي

داسې تمه کېږي چې دعراق ددویم ستر ښار د نیولو لپاره به دا د جگړې وروستی ورځې وی. د جگړو له امله تراوسه پورې ددغو سیمو ٨٥٠ زره کسان بې ځایه او بې کوره شوي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادی د شنبی په ورځ د عراق د موصل د نیولو لپاره د(قیادت العملیات المشترکه) مرکزي قومانده وکتله او هلته د موصل د تازه حالاتو په باب معلومات ورکړل شو.

د موصل د زاړه ښار نیولو د عراق قواوې په موصل کې د اسلامي دولت خلاف بري ته نیژدې کړې دي. رپوټ وايی د حکومت دا منیتی قواو درې واړه څانگې اوس په جگړه کې شاملې دي او له یوبل سره همکاري کوي.

دامریکا یو ډگروال پاټ ورک وویل داډیره نیژدې او له تشدد نه ډکه جگړه ده، دهغه د عسکرو ډله په جنوري عراق ته لېږل شوېده.

دعراق قواوې د شاو خواسیمو په بمباریو لگیادي او د موصل خلک له خپلو پټو اوخوندي ځایونو نه راوزي. ډیری پکې زخمیان دي.

دموصل خلکو ددې اړو دوړ او دوامدارو جگړ و په ترڅ کې له موصل نه تېښتی ته ادامه ورکړله او دموصل زاړه ښار ته چی دعراق دویم ستر ښار دی ولاړل.

هره ورځ یوشمېر کورنۍ د موځل له لویدیځ نه د سلیمانیه کمپ ته چی د ښار په جنوب کې پروت دی روانی وي. په دغه کمپ کې ٦٠ زره کسان اوسېږي. د ملگرو متلونو د یو اټکل له مخې په هغو سیمو کې د داعش تر ولکی لاندې دي اوس هم په لسگونو زره کسان ا وسېږي.

زینه سعدالله محمد یوه ٣٢ کلنه بې ځایه شوې ښځه وايي: موږ د خوراک لپاره سوال کاوه او هغه ډوډۍ موراټولوله چې بډایانو غورزولې وه. هغوی به وغورزوله او موږ به بېرته راواخیستله پاکه به موکړله او بیا به مو وخوړله. موږ ته داعش یوڅه خواړه راکول، خو په ډیره تنگسه کې وو او ډوډۍ د هرچالپاره وکافي نه وه.

مېرمن سعدالله وویل چې خاوندېې له داعش سره یوځای شوی و خو بالاخره ېې وواژه ځکه چې انتقاد ېې کړی و.

سعدالله محمد یاسین یو ٦۴ کلن بې ځایه شوی وايي: حکومت راغی او موږ ته ېې وویل له کورنه ووزۍ، موږ تاسی له داعش نه خوندي کړلئ، موږ تاسی ته وژغورلئ. نو بیا له داعش نه وروسته یو څه راته څرگند کړئ. که موږ ټول یوځای واوسو نو بیاېې ودانولی شو.

رپوټ وايی دداعش تقریبا درې زره جنگیالي په موصل کې پاتی دي او سنگرېې نیولی دی. پرهغوی سر بیره به دملگرو ملتونو اداره اټکل کوي چیپنځوس زره ملکیان هم په موصل کې ایسار پاتې دي.