په ټوله نړۍ کې د هر کال پشان نن هم د فرورۍ ٢١ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په توگه ولمانځل شوه.
په ټولنیزو رسنیو پښتنو فعالانو بیا د خپلې مورنۍ ژبې پښتو د لیک لوست لپاره غږ پورته کړ او د پښتون ولس نه یې وغوښتل چې پښتو ژبې ته خدمت وکړي.
د پښتون تحفظ تحریک مشرانو هم د ورځې په مناسبت خپل پیغامونه خپاره کړل. د تحریک مشر منظور پښتین د ژبې د لیک لوست د رواجولو په اړه پرله پسې ټویټونه وکړل. پښتین په یو ټویټ کې داسې ولیکل:
ما شوموالی کې وړې، وړې خبرېمـا کولې بـه، ادې ســره پښتو کېسعودبنګښ#MotherLanguageDay #PashtoMyMotherLanguage https://t.co/NBfpUJC1uX
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) February 21, 2019
د پښتون تحفظ تحریک مبارزې ثنا اعجاز هم د ورځې په مناسبت خپل پیغام خپور کړ. هغې په خپل ټویټر ولیکل:
د مورنو_ژبو_نړيواله_ورځ په مناسبت ځما پېغام خپلې ژبه کښې ليک لوست ذده کئى. خپلو مېندو خوېندو ته پښتو ليک لوست ورزده کئ خپل بزنس کارډنه، د واده کارډونه، د قبرونو خزې، د دوکانونو بوردونه ټول په پښتو کښې ليکۍ او چاپ کوي.... https://t.co/P5PwmOXobm
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) February 21, 2019
سیاستمدار افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل:
مونږه هیره کړی پښتو کله دهخاوره که پردۍ ژبه مو خپله ده#InternationalMotherLanguageDay pic.twitter.com/sLXwpt36qF
— Afrasiab Khattak (@a_siab) February 21, 2019
د پاکستان پښتانه په مورنۍ ژبه لیک لوست غواړي
د پښتون تحریک مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ په ٢١ فرورۍ په پارلمان کې یوه لایحه وړاندې کړه چې پښتو دې د پاکستان رسمي ژبه وگرځول شي.
په پاکستان کې پښتانه بیا دا گیله کوي چې په ښوونځیو کې د مورنۍ ژبو د نه ښودلو له کبله یې مورنۍ ژبو ته سخت تاوان رسولی دی.
د چارسدې پوهنتون پروفسره زاکره بیگم وایي چې د پښتو لپاره مبارزه په پښتون قام او په خاصه توگه په پاکستان کې په اوسیدونکو پښتنو فرض ده. هغې امریکا غږ ته وویل: "کله چې د یو قام ژبه د حکومت لخوا ځبل کیده پیل شي نو د هغې ژبې ساتنه بیا د قام په هر لوی او ماشوم فرض شي ځکه چې ژبه ورکیده د زوال لمړنۍ نښه ده."
په ټولنیزو رسنیو یو بلې فعالې رڼا مومند بیا دا هیله څرگنده کړه چې مورنۍ ژبه پښتو دې نه یواځې د ورځې د لمانځلو په ورځ بلکه هره ورځ وویل شي. هغې په خپل ټویټر ولیکل:
#پښتوژبه د هغې ورځ په تمه چې خپله #مورنۍ ژبه په سوشال میدیا کې د کال یوه ورځ په نمایشي توګه نه، لاکن، هره ورځ په لیکلو او لوستلو ونمانځو.🙏 #همدا #InternationalMotherLanguageDay #PashtoMyMotherLanguage
— Rana رڼا (@RanaMomand) February 21, 2019