د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس، د مور نوم په رسمي توګه د ټولو مشخصاتو تر څنګ په تذکره کې لیکل کیږي.
صدیق صدیقي نن جمعه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) پر خپل ټویټر کې لیکلي چې ولسمشر غني د نفوس احوال ثبتولو قانون په ځینو مادو کې زیاتوالی او تعدیل چې مخکې کابینې تصویب کړی و توشیح کړ.
جمهوررئيس غني د فرمان له لارې د نفوس د احوالو د ثبت قانون په ځينو مادو کې زباتوالی او تعدیل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې تصویب کړی و، توشیح کړ. د جمهوري ریاست د دې فرمان پربنسټ د مور نوم په تذکره کې په رسمي توګه د ټولو فردي مشخصاتو ترڅنګ درج کېږي.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 18, 2020
د ولسمشر غني د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د افغانستان کابینې د اګست پر ۳۰ (وږې۱۰) په تذکره کې د مور د نوم لیکلو ترڅنګ د نفوسو د احوال ثبتولو قانون کې د تعدیل طرحه تائید کړه.
په تذکره کې د مور د نوم لیکلو په اړه افغانان بېلابېل نظرونه لري.
یو شمېر کسانو په تذکره کې د مور د نوم لیکلو هر کلی کړی، خو یو شمېر نورو یې مخالفت کړی دی.
په همدې حال کې د طالبانو د مهال یوه چارواکي «سید اکبر اغا» په تذکره کې د مور د نوم لیکل «بې ننګي او بې ناموسي» بللې ده.
په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د وېش سره هم مهاله یو شمېر مدني فعالانو په تذکره کې د مور د نوم لیکلو غوښتنه کړې وه.