بلخ کې موټربم برید ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په دې چاودنه کې د دولت اباد ولسوالۍ د حکومتي ادارو یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوي دي

په بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو موټربم برید یې هدف ته له رسېدو وړاندې شنډ کړی او دوه بریدګر یې وژلي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو غوښتل د دولت اباد ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ باندې موټر بم برید وکړي.

هغه زیاته کړه: "طالبانو د [شپې] ۲:۳۰بجې یو هاموې موټر له چاودېدونکو موادو ډک کړی و او غوښتل یې د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومانداني به نښه کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا پېژندل کېږي او ورباندې ډزې کوي او [موټر] د قوماندانۍ په ۳۰ تر ۴۰ مترۍ کې منفجر کیږي".

عادل وویل چې په دې پېښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی. د شاهین ۲۰۹ قول اردو هم په یو بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر چې په موټر کې سپاره و وژل شوي دي.

خو د دولت اباد ولسوال جلال الدین قاري زاده امریکا غږ ته وویل چې په چاودنه کې څلور ملکیان او د ملي امنیت یو سرتیری وژل شوي او یو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.

هغه دغه راز وویل چې له چاودنې وروسته طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ په ځینو سیمو باندې د هاوان مرمۍ ویشتي خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي علي زاده تائید کړه چې د چاودنې له امله د دولت اباد د ولسوالۍ، د امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت، د ښځو چارو او د کرنې ریاستونو ودانۍ ویجاړې شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.