بې پولې ډاکټران: د طالبانو تازه پریکړه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو باندې منفي اغیزه کوي

طالبانو طبي انستیتونو کې ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز دا پریکړه په داسې حال کې کړې چې افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله په دغه هیواد کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې د ښځینه کارکوونکو کم شمیر ته په کتنې ویلي چې په دغه هیواد کې په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز د پریکړې پایلې به روغتیايي خدمتونو ته د افغان میرمنو لاس رسی لا کم کړي او پر هغوی به پراخه منفي اغیزې ولري.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د جمعې په ورځ ډسمبرشپږم (لیندۍ ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز به له عام او مسلکي ژوند څخه لا ښځې حذف او څنډې ته کړي.

دغه سازمان ویلي: "په هیواد کې د ناکافي شمیر ښځینه مسلکي کارکوونکو شمیر په افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو باندې په ځانګړي ډول په روغتونونو کې د ښځو او سړیو د وارډونو جلاوالي له وړاندې د ښځینه کارکوونکو په حضور باندې اغیز کړې دی. نوي محدودیتونه به لا زیات باکیفیته درملنې ته د لاس رسي د محدودیت او په راتلوونکي کې دغسې خدمتونو وړاندې کولو د شتون په برخه کې جدي ګواښونه راولاړ کړي".

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په دې اعلامیه کې ددغه سازمان د افغانستان د دفتر مشر مایکل لي پایه، ویلي چې ددغه سازمان نیمايي کارکوونکي ښځې دي.

هغه ویلي: "په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز به لا ښځې د زده کړو او بې پرې خدمتونو د وړاندې کولو څخه بې برخې کړي".

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې افغانستان کې د روغتیا سکټور اړتیاوې خورا زیاتې دي او په دې برخه کې لا زیاتو ښځینه روغتیايي کارکوونکو روزنې ته اړتیا لیدل کیږي.

دغه سازمان د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ کلنو او د روان میلادي بندیزونو ته په اشارې ویلي چې د ښځو پر زده کړو دغو بندیزونو د روغتیا په سکټور کې د ښځینه کارکوونکو پر شتون باندې ډیره منفي اغیزه کړې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې د خوست په ولایت ددغه سازمان په ملاتړ د ماشومانو د زیږون روغتون له وړاندې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د نشتون د ستونزې سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې په دغه روغتون کې ۲۲ زره او ۳۰۰ میندو سره د ماشومانو د زیږون پر مهال مرسته شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د افغانستان دفتر رئیس مایکل ليپایه ویلي: "که چیرې هیڅ نجلې په لیسې کې زده کړې ونه کړي او هیڅ ښځه پوهنتون او په طبي انسیتیوتونو کې زده کړې ترلاسه نکړي، راتلوونکې روغتیايي مسلکي کارکوونکې به له کوم ځاې څخه راشي او څوک به افغان میرمنو ته چې مرستو ته ډیره اړتیا لري مرستې برابرې کړي".

هغه ویلي چې ددې لپاره چې اړین روغتیايي خدمتونه نارینه او ښځو ته چمتو شي باید چې دا خدمتونه د ښځو او سړیو په واسطه ناروغانو ته وړاندې شي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان اوس مهال په افغانستان کې په هلمند، کندز، هرات، خوست، کندهار او بامیان ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې اوه پروژې پرمخ وړي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د معلوماتو پراساس دغه سازمان په تیر ۲۰۲۳ کال کې ۱۳۲ زره او ۶۰۰ ناروغان معاینه کړي وو او ۹۶ زرو ناروغانو ته یې په روغتون کې دننه خدمتونه وړاندې کړي وو.

همداشان یې ۳۸۳ زره ناروغانو ته په روغتونونو کې په بیړني ډول خدمتونه چمتو کړي وو او ۱۵ زره او ۲۰۰ ناروغانو سره یې په روغتونونو کې په عملیاتو کې مرسته کړې وه. ددغه سازمان د راپور پر اساس ۴۵ زره او ۲۶۰ ښځوسره د ولادت په برخه کې مرسته کړې وه.

د طالبانو حکومت دا پریکړه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا افغانانو سره مرستې ډیرې کمې شوي دي.

ددې دمخه ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان د بشري مرستو په برخه کې د بودیجې د کمښت له امله په روان ۲۰۲۴ کال کې له ۳۵۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو بند شوي دي.

په طبي انستیتونو کې ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو پریکړه د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې له خوا په کلکه غندل شوې او د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوې چې خپله پریکړه دې بیا غور وکړي. خو طالبانو حکومت تراوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.