پاکستان د امریکا وفادار و، خو امریکا پریښود -مشرف

پرویز مشرف امریکاغږ ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې امریکا مدام پاکستان د خپل ضرورت په وخت ملگری کړي او بیا یې پریږدي.

د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د امریکاغږ خبریالې گریټا وان سسټیرین ته په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې پاکستان مدام د امریکا د تر ټولو وفادار ملگری و خو امریکا یې یواځې د ضرورت په وخت خپلوي.

ښاغلي مشرف ټینگار وکړ چې دواړو ملکونو ته پکار ته چې سره کینې او د مسلو د حل لپاره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې دواړه خواوې گیلې لري او پکار ده چې د دواړو خواوو په اندیښنو خبرې وشي.

مشرف وویل چې د پاکستان او امریکا د اړیکو د خرابو بنیادي وجه د افغانستان حالات دي. هغه وویل "اساسي مسله دا ده چې په افغانستان کې څه روان دي. او پاکستان پدی هم خپه دی چې امریکا په مکمل ډول د هند خوا ته دی. دا په پاکستان اغیز کوي. هند چې په افغانستان کې کوم رول لري هغه په پاکستان اغیز لري."

د چین سره د اقتصادي دهلیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرویز مشرف وویل" پاکستان مدام د یو نړیوال کمپ برخه پاتې شویدی. د سوړ جنگ په وخت کې پاکستان د غربي ډلې متحد و. مونږ مدام د امریکا د تر ټولو وفادار ملگري و، خو امریکا مونږ پرښود او هند ته یې مخه کړه، هند زمونږ دښمن دی، او غواړي چې پاکستان ختم کړي."

هغه زیاته کړه چې مونږ نوي دوستانو ته اړ یو او چین زمونږ ملگری دی.

مشرف وویل چې د پاکستان ولس دا فکر کوي چې کله هم امریکا مونږ ته ضرورت لري نو زمونږ ملگری وي او چې کله یې ضرورت پوره شي نو مونږ پریږدي.

مشرف تور ولگاوه چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغاستان کې پټ دی او دا د افغانستان استخباراتي ادارې ته معلومه ده، هغه زیاته کړه چې امریکا پدی پوهیږي چې هند د افغانستان د لاری په پاکستان کې مداخله کوي.

مشرف په پاکستان کې د بندي شکیل افریدي په مسله وویل چې که هغه ولسمشر وی، نو افریدي به یې د امریکا سره د یوې موافقې په بدل کې ازاد کړی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ شکیل افریدي د امریکا استخباراتي ادارې ته د اسامه بن لادن په اړه د معلوماتو ورکولو په تور نیولی دی او هغه تروسه پورې بندي دی.

د مشرف د دغو څرگندونو په ځواب کې پاکستان ته د امریکا پخواني سفیر ریان کراکر وویل چې د هند او پاکستان مسله د دواړو ملکونو د ازادیدو د وخت راهیسې دوام لري. پاکستان دا فکر کوي چې هند غواړي پاکستان قبضه کړي.

هغه وویل چې ما پخپله د سفیر په توگه د چین نه دا غوښتله چې په پاکستان فشار واچوي چې د ترهگرو ضد اقدامات وکړي.

د پاکستان او امریکا اړیکې د ولسمشر ټرمپ د نوي کال د لمړنۍ ورځې د هغې ټویټ نه وروسته چې په پاکستان یې پکې سختې نیوکې وکړي، خرابې شویدي او د امریکا د دفاع وزرات پاکستان ته ټولې امنیتې مرستې هم ځنډولې دي.