کالیفورنیا کې مسلمان فعالان رسمي رخصتیو کې د اختر او نوروز د شاملیدو هڅه کوي

د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په ایالت کې مسلمانو فعالانو په دغه ایالت کې په رسمي رخصتیو کې د اختر او نوروز د ورځو د شاملیدو غوښتنه کړې ده.

د کالیفورنیا د ایالت د سکرمنتو په ښار کې ددې هدف لپاره د مسلمانانو د ټولنې فعالانو او استازو په یوه غونډه کې د دغه ایالت د استازو او سنا مجلسونو ته یوغوښتنلیک سپارلی دی.

همداشان په دې غوښتنلیک کې د مسلمانانو د نورو حقونو د خوندیتوب سربیره د مسلمانو بندیانو لپاره د عبادت او په بند کې مسلمانو ښځو ته د بدن د ځانګړي پوښښ د چمتو کولو غوښتنه هم شوې ده.

د کالیفورنیا په ایالت کې یو افغان سیاسي فعال جواد رحیمي امریکا غږ ته وویل: "د کالیفورنیا د ایالت یو زیات شمیر فعالین سره راټول شو ترڅو د کالیفورنیا په مرکز کې د منتخبو وکیلانو او سناتورانو سره خبرې وکړو او هغوی وهڅوو، چې دا درې لایحې، چې د مسلمانانو د اړیکو د کمیټې له خوا د امریکا دولت ته یې وړاندیز شوی تصویب کړي ترڅو قانوني بڼه خپله کړي".

د سمیع ساپي په نوم په کالیفورنیا کې میشت یو بل سیاسي فعال وویل: "زمونږ د نن ورځې د عدالت غوښتنه د دریو لایحو څخه د ملاتړ لپاره ده، چې د اختر په ورځو کې کارکوونکي او په ښوونځیو کې مسلمان ماشومان رخصت اوسي او بندیان هم د خپلو اسلامي حقونو څخه برخمن اوسي".

دغه غونډه د "مسلمانانو ورځې" تر عنوان لاندې هرکال د کالیفورنیا د والي په دفتر کې د یوې ورځې لپاره جوړیږي. د تیرې دوشنبې په ورځ د دولسم پرله پسې کال لپاره دغه ورځ په دغه دفتر کې ولمانځل شوه.

د مسلمانانو د اړیکو د شورا کارکوونکې او د "مسلمانانو ورځې" د پروګرام تنظیموونکې فرشته احرار امریکا غږ ته وویل: "مونږ په ټوله امریکا کې ۳۵ دفترونه لرو او ددغو دفترونو د رامنځ ته کولو څخه هدف د اوسیدونکو د مدني حقونو ساتنه ده او هم غواړو چې مسلمانان نور هم پیاوړي کړو او د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کړو".

مسلمانان د کالیفورنیا په ایالت کې د میشتو اوسیدونکو یوه لویه برخه جوړوي. په دې ایالت کې د مسلمانانو په ګډون د ټولو ادیانو پیروان د خپلو دیني مراسمو د لمانځلو او عبادت په برخه کې بشپړه ازادي لري، خو مسلمانان هڅه کوي، چې مذهبي او دیني ورځې یې ددې ایالت په رسمي کلیزه کې شامل شي.