چاد چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي اسرائیل کې سفارت پرانیست 

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو د چاد له ولسمشر محمد ادریس سره لاس ورکوي

د اسرائیل حکومتي مقامات وايي‌ چې د چاد ولسمشر محمد ادریس دیبو انتو د پنجشنبې په ورځ فبروري دویمه (سلواغه ۱۳) په اسرائیل کې خپل سفارت پرانیست. د احصایې له مخې د چاد تر نیمایي زیات نفوس مسلمانان دي.

د اسرائیل حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو هېوادونو څلور کاله مخکې خپل روابط تازه کړل.

د اعلامیې په اساس د اسرائيل د صدراعظم بینیامن نتنیاهو دفتر تل ابیب ته نژدې د رمات ګان په سیمه کې د چاد د سفارت پرانیستل «یوه تاریخي شېبه» وبلله. نتنیاهو په ۲۰۲۰ کې د چاد له یو پلاوي سره خبرې کړې وې چې په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیزي.

د اسرائیل صدراعظم ویلي دي: «موږ خپله ملګرتیا او د سولې، امنیت او یوالي لپاره خپلې مشترګې ګټې قوي کوو.»

فرانس پرس وايي چې چاد په ۱۹۶۰ کال کې له فرانسې څخه ازادي‌ واخیسته او اسرائیل هم په رسمیت وپېژنده. اسرائیل په ۱۹۶۲کال کې بیا په چاد کې خپل سفارت پرانیست، خو د افریقا د مسلمانو هېوادونو د فشارونو له کبله د چاد او اسرائیل روابط په ۱۹۷۲ کال کې خراب شول.

په ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کالونو کې د اسرائیل-عرب جګړې شوې وې.

په ۲۰۱۹ کال کې د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو چاد ته سفر وکړ او د هغه هېواد له ولسمشر سره یې په ګډه د دواړو هېوادونو د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

چاد د افریقا یو بې وزله هېواد بلل کېږي، عرب هېواد نه دی خو د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان غړی دی.

اسرائیل هڅه کوي چې د خپلې بهرنۍ تګلارې په اساس له عربو او مسلمانو هېوادونو سره هم خپل روابط ښه کړي، دوی په تېرو کلونو کې له متحدو عربو اماراتو او ځینو نورو هېوادونو سره هم رسمي روابط پیل کړي دي.