د برما مشره: د بشري حقونو سرغړونو ته پاملرنه کیږي

انگ سان سوچي: هر چا چې له بشري حقونو سرغړونه کړې وي قانوني چلند به ورسره وشي

انګ سان سوچي د میانمار ملت ته په وینا کې وویل چې له سرغړونکو سره به حساب کتاب وشي خو د ملګرو ملتونو ددې تورونو په اړه چې د میانمار حکومت یې پر قومي تصفیې ګرم بللی و، څه ونه ویل.

د برما مشرې انگ سان سوچي د نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د روهینگیا د کډوالو په بحران کې چې ملگري ملتونه یې قومي تصفیه بولي، مرسته وکړي.

هغې پر بهرنیانو غږ وکړ چې مرسته ورسره وکړي څو ټول قومونه او مذهبونه یو موټی شي او د روهینگیا هغه مسلمان اقلیت لپاره هیواد ته د بیرته ستنیدو لاره هواره کړي چې د پوځي عملیاتو له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

د میانمار یا برما مشرې انگ سان سوچي د نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتي چې د روهینگیا د کډوالو بحران کې چې ملگري ملتونه یې قومي تصفیه بولي، مرسته وکړي.

هغې پر بهرنیانو غږ کړی چې مرسته ورسره وکړي څو ټول قومونه او مذهبونه یو موټي شي او د روهینگیا هغه مسلمان اقلیت لپاره هیواد ته د بیرته ستنیدو لاره هواره کړي چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

د برما راخین ایالت یو اعشاریه یو میلیونه نفوس لري چې اکثره پکې روهینگیا اقلیت میشت دي

د نوبل د سولې جایزې گټونکې او د برما مشرې انگ سوچي بهرنیو دیپلوماتانو ته په وینا کې وویل چې د نړیوالو تحقیقاتو څخه ویره نلري.

"مونږ د بشري حقونو هر ډول سرغړونه غندو. مونږ په ټول هیواد کې د سولې او ثبات د راوستو ته ژمن یو. امنیتي ځواکونو ته لارښونه شوې چې د امنیتي عملیاتو په مهال په ټنیگه اصول او مقررات مراعات کړي، د زغم نه کار واخلي او ملکي خلکو ته د تاوان د مخنوي لپاره بشپړ اقدامات وکړي."

خو میرمن سوچي چې د ملکي حکومت مشري کوي پر پوځ حقوقي صلاحیت نلري. میرمن سوچي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایا د برما نوی حکومت چې له جوړیدو ډیر وخت نه کیږي، په هیواد کې به د مسلمان اقلیت په هکله منصافه قضاوت وکړي، وویل؛

"د دې میاشتې په پای کې زمونږ د حکومت له جوړیدو نه ١٨ میاشتې کیږي. اتلس میاشتې ډیر کم وخت دی چې د ټولو ستونزو د حل تمه ولرئ. دا د دې مانا نلري چې مونږه د ستونزو د حل لپاره چمتوالی نلرو."

مرزکي دارسمن، په میانمار کې د حقیقت موندنې د نړیوال او خپلواکه ماموریت مشر

په امریکا کې میشت د بشري حقوقو د څار د یوې ډلې مشر نن په بنکاک کې وویل چې د میرمن سوچي وینا د وضعیت د لا خرابیدو په درشل کې یوه ښکلې وینا ده.

د بشري حقونو د څار ادارې څخه فل روبرتسن وویل"د برما امنیتي ځواکونه چې د تاتمدو په نوم یادیږي، اصول لري خو په تاریخ کې یې ندي مراعات کړي. دا یو داسې پوځ دی چې کار یې سوزځول او په ډزو وژل دي. هغه تاکتیک چې دوی ورنه په برما کې کار اخلي هغه د هیواد نورو اقلیتونو ته مالوم دی. ځکه چې ورته تاکتیک مخکې هم د اقلتیتونو په وړاندې کارول شوی."

د برما د تاوتریخوالي په تحققاتو کې د ملگرو ملتونو مشر نن سې شنبې د روهینیگا اقلیت مسلمانا په وړاندې د شکنجې، جنسي تیري او د کلیو د ځوځیدو د تورونو د څیړلو لپاره د ډیر وخت د اخستیتو غوښتنه کړې.

په میانمار کې د حقیقت موندنې د نړیوال او خپلواکه ماموریت مشر وویل چې میانمار ته د ننوتو لپاره د حکومت اجازې ته منتظر دی.

"په برما کې دننه او بهر په سلگونه زره کډوال او هغه قربانیان چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي، شکنجه شوي، د دې لایق دي چې ورسره په ریښتوني ډول حساب کتاب وشي چې څه وشول او څوک یې عامل وو."

د برما په تشدد کې چې ویل کیږي د روهینگیا مسلمان اقلیت په نښه کیږي د څه کم یوې میاشتې تاوتریخوالي له امله د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا ۴٢١ زره خلک گاونډي هیواد بنگله دیش ته پناه وړې ده.

انگ سان سوچي ټنیگار کوي چې د برما پر امنیتي پوځ او د هغې په حکومت باندې لگول شوي ټول تورنه بې بنیاده دي.

داسې ادعاوې شته چې وایي کله چې مسلمانو تندلارو د اگست په ٢٥ باندې د برما په امنیتي ځواکونو برید وکړ نو د روهینگیا مسلمان اقلیت د برما د امنیتي ځواکونو د وحشیانه بدل د اخیستو له ویرې بنگله دیش ته وتښتیدل.