سرچینه: په ننګرهار کې د پوځي عملیاتو پرمهال ۴ملیکان وژل شوي

په ننګرهار کې د «صفر دو» ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې څلور ملکیان وژل شوي دي.

یاد عملیات تېره شپه لس بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ په کیلغو سیمه کې شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې عملیاتو کې هغه کروندګر وژل شوي چې اوبه خور یې کاوه.

سرچینې زیاته کړه، وژل شویو څلورو کسانو کې یو یې معلم دی یو یې متعلم دی او دوه نور عادي دحقانان دي او همدا شان یو کس پکې ټپي شوی او درې یې ژوندي وړي.

سرچینه وايي، له «صفر دو» سره تیارې هم موجودې وې،

"کله چې دې کروندګرو طیارې لیدلي دي نو کورونو ته یې من‌‌‌‌‌‌ډه کړې ده، د صفر دو پیاده ځواکونه راغلي او کورونه یې پرې راکېنولي دي، دوه کورونه یې پرې راکېنولي دي..."

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې عملیات شوي، مرګ ژوبله هم لري، خو ‌‌‌‌‌‌ډېر معلومات یې ور نه کړل.

د سیمې اوسېدونکي هم وايي چې دغه پېښه کې ټول ملکیان وژل شوي.

تر دامهاله د ځانګړو ځواکونو مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي.