ننګرهار کې په موټرو او لاوډسپیکرونو د کرونا ضد کمپاین

افغانستان کې د کرونا له کبله تر دې دمه ۴۷ تنه مړه شوي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي‌ چې په ولسوالیو او کلیو کې به د کرونا د زیانونو او مخنیوي ‌په اړه یو کمپاین پیلوي.

په داسې حال کې چې د کروناویروس ورځ تر بلې په پراخېدو او وژونکی شوی د ننګرهار اطلاعات کلتور ریاست وايي ګسان یې ګمارلي دي چې په موټرونو کې لاوډسپېکرونه بند کړي‌ او په کلیو او کوڅو کې وګرځي او خلکو ته د کرونا ویروس او ترې د ځان ساتلو په اړه معلومات ورکړي.

چارواکي‌ وايي‌ دا کمپاین د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسیف په مالي ملاتړ پیل شوی او د ننګرهار ټولو ولسوالیو او کلیوالیو سیمو کې به وشي.

د ننګرهار د اطلاعات فر هنګ رییس رحیم الله خوږیاڼی وايي د دیني عالمانو په وسیله به هغه خلک هم پوه کوي چې لا هم فکر کوي کرونا مسلمانانو ته هیڅ نه وايي.

هغه وویل:" په ټولو ولسوالیو کې به د موټرو په وسیله ګرځو او د لاوډسپېکرو په وسیله به د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت وروستي ارقام او سپارښتنې خلکو ته رسوو."

د دغه کمپاین ځینې غړي وايي په رضاکاره توګه یې دغه چارې ته رادانګلي چې خلک پوه شي له کرونا څنګه ځانونه ساتلی شي.

دوی وايي دا پېغامونه به تر کلیو او بانډو وروسوي. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په ګاونډي ولایت کونړ کې بیا یو کس د کروناویروس له کبله مړ شوی دی.

ډاکټر اسد الله فضلي د کونړ عامې روغتیا پخوانی رییس و چې کرونا مړ کړ. دا په کونړ کې د کرونا په وجهه لومړنۍ مړینه شوه.

دا اوس په ټول افغانستان کې د کرونا په ناروغۍ ۱۴۶۳کسان اخته دي چې ۴۷یې مړه کړي او ۲۰۶ترې بېرته رغېدلي.