کابل: د زندان ساتونکی د نشه يي‌توکو د قاچاق په تور ونیول شو

له تورن کس سره په بوټونو کې ځای پر ځای شوي نشه یي توکي نیول شوي دي.

امنیتي مسئولینو د کابل د ښځینه زندان یو ساتونکی پولیس چې غوښتل یې د کابل مرکزي توقیف خونې ته نشه يي توکي قاچاق کړي، لاس په لاس نیولی دی.

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې دغه پولیس په بوټونو کې یوه اندازه چرس ځای پر ځای کړي ول او په توقیف خانه کې یې د نادر په نوم یوه مضنون ته رسول.

دغه اداره وايي چې نیول شوي پولیس خپل جرم منلی او قضیه یې د نورو څېړنو لپاره اړوندې ادارې ته لېږل شوې ده.

بل خوا د لغمان د زندان امنیتي مسئولینو د کرکټ یو توپ چې د شیشې په نوم نشه يي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول، ترلاسه کړی دی.

امنیتي مسئولین وايي چې دغه توپ له دباندې د زندان دننه غورځول شوی و.

د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي توکو کارول، یوه جدي ستونزه بلل کیږی، د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې دوی زندانونو ته د نشه يي‌توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي هڅې پېل کړې دي او په دې وروستیو کې یو شمېر هغه ساتونکي نیولي چې زندانونو ته د نشه يي‌توکو په قاچاق کې لاس لري.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو او د کابل امنیه قوماندانۍ بیا تېره ورځ (۲ چنګاښ) د مشتاق په نوم د نشه يي توکو په قاچاق یو تورن چې په کمانډو او د هغه یو همکار مجتبی چې په شاهپرک مشهور دی، نیولي دی.

امنیتي مسئولین وايي چې دغه کسان یې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهال نیولي او ورسره یې یو اندازه نشه یي‌توکي هم ترلاسه کړي دي.