پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵ کسان نیولي

له تورنو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په نهو ولایتونو کې یې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۱۵ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.

دغه معینیت نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو کسانو سره بېلا بېل نشه يي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي چې ضبط شوي دي.

خبرپاڼه وايي “ دغه عملیات له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړي پولیسو په بلخ، ننګرهار، پکتیا، میدان وردګ، هرات، پنجشیر، خوست، فاریاب او کابل ولایتونو کې ترسره کړي دي”.

د کابل په ګډون په بېلا بېلو ښارونو کې نشه يي‌توکو ته اسانه لاسرسی، د معتادینو د زیاتوالي لوی لامل بلل کیږي.

خلک وايي که معتادین ونه توانیږي چې په اسانۍ سره نشه یي‌توکي لاس ته راوړي، نو له دې سره به یې شمېر هم را کم شي.

دوی له دولت څخه غواړي چې د نشه يي توکو د قاچاقبرو او پلورونکو پر ضد خپل اقدامات لا ګړندي کړي.