په ننګرهار کې د مالټو د باغوانانو غوښتنې

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مالټو د یو باغ خاوند وايي چې سږ کال یې مالټو د کوکنارو څو چنده حاصل کړی او حکومت باید د باغونو ترویج ته پام زیات کړي.

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مالټو د یو باغ خاوند وايي چې سږ کال یې مالټو د کوکنارو څو چنده حاصل کړی او حکومت باید د باغونو ترویج ته پام زیات کړي.

د مالټو باغوانان وايي که له خلکو سره د باغونو په جوړولو کې مرسته وشي نو ډېری کروندګر به د تریاکو له کرلو لاس واخلي.

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د شیګل د سیمې کروندګر ګل محمد ته د کرنې ادارې څو کاله مخکې د مالټو دغه وړوکی باغ جوړ کړی او یوازې سږ کال یې ترې د پنځوس زره افغانیو مالټې خرڅې کړي.

هغه وايي حاصلات یې ښه دي او دې سیمه کې له مالټو سره سره ځینې نورې مېوې هم ښه حاصلات ورکوي.

د ننګرهار د کرنې اداره وايي سږ کال به ددغه ولایت د ولسوالیو په کچه د ستروسو د خاندان پنځه سوه جریبه باغونه جوړ کړي چې دره نور هم پکې شامله ده او کروندګر به هم په کې ونډه لري.

د دې ادارې رئيس انعام الله ساپی وايي " موږ د ولس په ونډې سره سږنی کال پنځه سوه جریبه د سټروسو باغونه جوړوو چې کروندګر د کوکنارو پر ځای باغدارۍ ته مخه کړي".

خلک وايي که حکومت او موسسې له کروندګرو سره د باغونو جوړېدو ته کار وکړي نو هیڅ کروندګر به د کوکنارو فصل ونه کري.