په کندهار کې د زیتون حاصلات زیات شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د زیتون باغونو سږ کال د پخوا په پرتله ډېر حاصلات ورکړي چې د کوکنارو او نورو نشه يي‌توکو د کښت ښه بدیل بلل کیږي.

په کندهار کې د زیتون باغونو سږ کال د پخوا په پرتله ډېر حاصلات ورکړي چې د کوکنارو او نورو نشه يي‌توکو د کښت ښه بدیل بلل کیږي.

په دغه ولایت کې د زیتون د باغ تجربه څلور کاله مخکې وشوه چې اوس یې د حاصلاتو کچه ۲۳ ټنه ته رسیږي.

حاجي موسی جان په کندهار کې لومړنی ځمکه وال دی چې د زیتونو باغ يې جوړ کړ.

هغه وايي "موږ تېر کال د زیتون دانې ننګرهار ته د پروسیس او غوړیو ایستلو لپاره انتقال کړې، غوړي يې د ننګرهار تر زیتون هم لوړ کیفیت درلود، اوس تاسو وینئ چې په هره درخته کې تر پاڼو د زیتون دانې ډېرې دي، د زیتون یو پاو غوړي د یومن تاریاک څخه په لوړه بیه پلورل کیږي".

د زیتون د روزل شویو نیالګیو مسئول انجنیر عبدالسلام وايي چې د کندهار د زیتون غوړي د کیفیت له پلوه هم ځانګړی مارکېټ لري.

هغه وايي "زیتون له لوړ اقتصادي ارزښت څخه برخمن دي، که دولت دې ته پام وکړي او د ترویج په برخه کې يې له ځمکه والو سره مرسته وشي، دا به د ډېرو ستونزو د حل لار وي موږ دلته نوي نیالګي اېښي او په کمه اندازه يې خلکو ته هم ور کوو".

ځمکه وال وايي چې دوی د زیتون د باغونو په اړه له اقتصادي ګټو خبر شوي او اوس غواړي چې پر خپلو ځمکو د زیتون نوي نیالګي کښېنوي.

په کندهار زیاتره ځمکه وال په شخصي هڅو د ګټورو کښتونو تجربې کوي.

دوی وايي که دولت د زیتون په ګډون د ځينونو نورو ګټورو باغونو په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي نو زیاتي شاړې ځمکې به ابادې شي.