اوریاخیل: د ښځو پر کار بندیز به د ۲۰ میلیون افغانانو طبي خدمات قطع کړي

نسرین اوریاخېل، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره نسرین اوریاخېل وايي، د مېرمنو په کار باندې د طالبانو له لوري لګېدلي بندیزونه به د افغانستان کاري ځواک سخت وځپي او د شل میلیون افغانانو دپاره به طبي خدمات قطع کړي.

مېرمن اوریاخېل وایي، مېرمنې د افغانستان د کاري ځواک ۳۵ سلنه جوړوي چې ډېرې یې په روغتیايي برخه کې بوختې وې. نوموړې وایي چې د مېرمنو پر کار د بندیز له امله به په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ، د مور او ماشوم مړینه زیاته شي.

مېرمن اوریاخېل چې د طب ډاکتره او د افغانستان د طبي شورا پخوانۍ رئیسه ده، وايي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه صحي‌ چارې په نړیوالو کمکونو ولاړې دي‌. هغې وویل: "ددې مرستو په ځنډیدو به روغتیایي چارې ډیرې زیاتې ټکنۍ شي او خلک به له دې امله ډیر زیات زیانمن شي."

د مېرمن اوریاخیلې وړاندیز دا دی چی یوه مختلطه برنامه جوړه شي. هغې وویل: "جنګ د حل لاره نده او پخپله طالبان، بین المللي ‌ټولنه او خلک باید جدي‌ اقدام وکړي ځکه د افغانستان خلک واقعا د فشار لاندې دي‌ او بیا په هغو کې مخصوصآ ښځې تر ټولو زیات فشار ګالي."

هغې زیاته کړه: "مونږ همدا اوس کونډې، د شهیدانو کورنۍ او هغه میرمنې چې کورنۍ ته نفقه برابروي‌ په نظر کی ونیسو، دا ټول په اټکلي‌توګه شاو خوا شل میلیونه نفوس به ددې خدماتو نه بې برخې شي."