د نېټ توپان په مرکزي امریکا کې پراخ سیلابونه راوستي دي

په تیرو دوو میاشتو کې دا دریم ځل دی چی دامریکا په جنوبی برخو کې توپان راځي. یوه لویه لاره دنېټ توپان ورانه کړېده.

د هوا د پېژندنې ادارې وايي د نېټ توپان اوله کتگوري دی. نودا به د ماریه، هاروي او ایرمه په څېر پراخ ویجاړی منځته رانه ولي؛ ځکه هغه نور ماریه، ایرمه اوهاروي څلورمه درجه قوي توپانونه ول.

دنیټ استوايي طوفان دامریکا د لویزیانا جنوب ختیځی برخې وهلي دي او د مسیسیپي په لور روان دی. تراوسه پورې ددی توپان له امله په لسګونو کسان مړه شوي دي او په مرکزی امریکا کې ېې په پراخه کچه مالی او ځاني زیانونه رسولي دي.

دغه توپان اوس مسیسیپي ته رسیدلی دی او د دغه ځای د جکسن ولسوالۍ لوېدیزې برخې ېې ځپلي دي. ټول ټال ٣٣٠ زره کسان بې برېښنا دي . څرنگه چې باد ډېر قوی دی په یوه ساعت کې اوس د اویا او نه اتیا میلو ترمنځ تېز لگېږي. د باران اوبه هم زښتې ډېرې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د نېټ سمندري توپان ددو ایالتونو په ځپلو لگیادي

له همدې مله د سترو ونو د لوېدلو خطر موجود دی، ځکه د باران اوبه دهغو بېخونه سوستوي. بل خطر د لاسختو اوقوي بادونو او بوړبوکۍ منځته راتلل دي.

نن د یکشنبی په ورځد نېټ د نېټ توپان دویمه ورځ ده او د بیلاکسي ولسوالۍ ېې چې مسیسیسپی ته نیژدې ده ووهله. څو ساعته مخکې دنېټ توپان د لویزیانا دایالت دساحل جنوب ختیځوسیمو کې خرابي وکړله او د مسیسیپی سیند ته ورسید.

د سمندري توپانونو ملی مرکز وویل چې د نېټ توپان په منظم ډول په یوه ساعت کې د ١۴٠ کېلومترو په سرعت روان دی. د هوا داټکل ادارې وايی تمه ده کله چې وچې ته ورنیژ دې کېږي نو سرعت به ېې هم کمزوری کیږي. نن دیکشبنی په ورځ همدا اوس په استوایي توپان بدل شویدی.

دنېټ توپان اوس د مسیسیپي پر ایالت تېرییږی او د جنوب د ایالتونو پر لورروان دی. د توپانونو مرکز اټکل کوی چی د ټینېسی درې او اپالاچین غرونو ته به د دوشنبی په ورځ په ورسیږي.

چارواکیو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چی له یوشمیر سیمو نه چې له خطر سره مخامخ دي ووزي. داپه تیرو دوو میاشتو کې دریم ځل دی چی دامریکا په جنوبی برخو کې توپان راځي.

د اله باما گورنرې کې آی وي له ولسمشر ټرمپ نه غوښتنه وکړله چې د جمهوري ریاست له خوانه عاجل حالات اعلان کړي. ترڅو وکړلی شي چې د نېټ د توپان په وړاندې لازمې او ضروری منابع لاسته راوړي. کله چی د جمهوری ریاست له خوانه عاجل حالات اعلان شي، نو فېدرالی ادارې ددې اجازه مومي چې فیدرالی مرستې هغو سیمو ته ورسوي چې د توپان ځپلو ناوړه اغېزې کمې کړي. دنیواورلیانز ښار د شنبی په ماښام شپږ بجو نه وروسته په گرځېدو راگرځېدو جبري بندیز اعلان کړ.

دامریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د عاجلو حالاتو د فیدرالي خدماتو چارواکي هم دېته چمتو ول چي ددغه چټک توپان په وړاندې لازم ا قدامات وکړي. د توپان خبرداریو د لویزیانا، مسیسیپي اله باما او فلوریډا خلک د ټوېټر له لارې خبرول چې د خپلو محلي چارواکیو خبرداریو ته غوږ ونیسي، څو په دې توگه خوندي واوسي.