د کروناویروس په اړه په امریکا کې د دعا ملي ورځ 

ولسمشر ټرمپ په امریکا کې دکرونا ویروس له کبله اضطراري حالت اعلان کړی دی

ولسمشر دونالډ ټرمپ یکشنبه (مارچ۱۵) په ټولې امریکا کې د دوعا ملي ورځ اعلان کړې ده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته دي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "نن د ملي دوعا ورځ ده، خدای دې په ټولو برکت واچوي. موږ داسې یو هېواد یو چې تل په داسې حالاتو کې مو خدای ته رجوع کړې او د حفاظت او قوت غوښتنه مو ترې کړې ده. هر چېرته چې یاست، له تاسو غواړم چې دوعا وکړو."

ښاغلي ټرمپ داسې مهال د کروناویروس د وقایې په اړه له امریکایانو د دوعا غوښتنه کوي، چې د نیویارکټایمز دراپور په اساس ۲۸۱۵ کسان د کروناپه ویروس اخته شوي دي او ۵۹ تنه مړه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) په سپینې ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پر مهال د کروناویروس له کبله په امریکا کې اضطراري حالت اعلان کړ او همدغه راز یې له اروپايي هېوادونو سره یې پروازونه بند کړل.

په واتیکان کې د کاتولیکانو ستر مذهبي مشر هم د ایستر په نامه د مسیحي اختر د دعا غونډه او نورې ډله ییزې دعایه غونډې لغوه کړې دي.

د کروناویروس تر دې دمه په نړۍ کې ۵۷۶۲ کسان مړه کړي او د نړۍ په ۱۳۹ هېوادونو کې ۱۵۵زره کسان پرې اختهشوي.