ناټو افغانستان ته د څو زرو سرتیرو په لیږلو موافقه وکړه

په افغانستان کې د ناټو د جگړې څه دپاسه ١٦ کاله کیږي، خو متحده ایالات او د ناټو متحدین د پنجشبنی په ورځ بیا په دې غږېدل چی څومره عسکرو ته اړتیا ده چې د جگړې اوسنی حالت مات شي.

په افغانستان کې د ناټو پر جگړې تر شپاړسو کلونو زیاته موده تیره شوېده، خو متحده ایالات او د ناټو متحدین د پنجشبنی په ورځ بیا په دې باندې سره غږېدل چی څومره عسکرو ته اړتیا ده چې له طالبانو سره په جگړه کی د نښتي افغانستان د جگړې اوسنی حالت مات کړي.

ناټو له دې سره موافقه وکړه چې د قوماندانانو د غوښتنې سره سم تقریبا ٣ زره عسکر د قواو د روزنې لپاره ولېږي او د افغان قواو ترڅنگ کار وکړي. په دغه شمېر کې هغه متوقع ۴ زره امریکايي عسکر شامل ندي چې د ناټو د ماموریت او امریکا د ترهگرۍ ضد عملیاتو لپاره د طالبانو، ا لقاعده او اسلامي دولت د افراطیانو خلاف په افغانستان کې په فعالیت بوخت دي.

د برتانیی د دفاع وزیر مایکل فالون د تازه عسکرو د شمیر په اړه وویل چی پکارده امریکایان په دې برخه کې پریکړه وکړي، خوموږ ته داواضح ده چې موږ په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوو.

برتانیه د ناټو د اتحاد ډیر پیاوړ غړی دی، که دوی ترسلو څه ناڅهکم عسکر افغانستان ته د جنگي ماموریت لپاره لیږي نو ښايی نور هېوادونه هم هریو لږ تر لږ سل تنه عسکر ور ولیږي.

دناروې ددفاع وزیرې آین ایرکسن وویل چی دا تمه لري چی متحدین به له دې سره موافقه وکړي او د نورو عسکرو د لیږلو ژمنه به وکړي خو ددې تمه نه کوي چې دافغانستان په اړه به دامریکا نوې ستراتیژي تر راتلونکې میاشتې پورې منځته راشي.

اوروپايي متحدین به د متحدو ایالتونو د د دفاع وزیر جیم ماتیس ته نن ووايي دیته لیوال دي چې د ناټوله ماموریت سره په افغانستان کې مرسته وکړي. خو که چېرې متحد ایالات خپله ستراتیژي څرگنده کړي. تراوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نده شوې. خو دناټو عمومی منشی سټولټنبرگ ورته خوشبین دی چې په افغانستان کې قوي حضور ولري. متحده ایالات غواړي له درو نه تر پنځو زرو پورې عسکر افغانستان ته ولېږي.

د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرگ نن د پنجشبی په ورځ وویلمتحدینو موافقه کړېده چی افغانستان ته عسکر ولېږي. هغوی به د عسکرو په روزنه کې برخه واخلي او د هېواد له ا منیتی قواسره بهکار وکړي. د ناټوعمومي منشی ینس سټولټنبر گ وویل: زموږ نظامی چارواکیود افغانستان د ماموریت لپاره د څوزرو نورو عسکرو غوښتنه کړېده او نن زه د ا تصدیقولی شم چې موږ به په افغانستان کې خپل حضور زیات کړو او زه دېته سترگې په لاریم چی نور هېوادونه هم په همدې تړاو اعلانونه وکړي.

هغه نن په بروکسل کې وویل چی پنځه لس غړیو هېوادونو همد اوس د نورو عسکر و د ولېږلو ژمنه وکړه چی په افغانستان کې د قاطع ماموریت ملاتړ وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرگ وویل د نورو عسکرو د لېږلو مقصد له افغانستان سره داسی مرسته دهچی له یاغي طالبانوسره په ټپه ولاړ حالت مات کړي چی د جگړې په میدان کې پرمختگ وکړو څوترهغې وروسته د د سیاسي روغی جوړې لپاره شرایط برابرکړو.

Your browser doesn’t support HTML5

ناټو په افغانستان کې کابو دوه کاله مخکې خپل جنگي ماموریت پایته ورساوه

د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبر گ وویل "زه نن د عسکرو د خاص شمېر تمه نه کوم خو په دې اړه بحث او دافغانستان د حالاتو ارزونه کولی شو. وروسته بیا ټول په گډه د متحدو ایالتونو په شمول دا خبره یقینی کولی شو چی څومره عسکر ددې لپاره کافی دی چی خپل ماموریت ته په افغانستان کې ادامه ورکړو او د افغانانو ملاتړ وکړو".

خو سټولټنبرگ دا هم وویل چی د عسکرو د شمیر زیاتوالی ددې معنی نلري چې ناټو به یوځل بیا له تندلارو طالبانو سره په افغانستان کې جگړه پېل کاندي.

د برتانیی د دفاع وزیر مایکل فالون د ناټو د وزیرانو مجلس تهوویل د پراخو هڅو د یوې برخې په توگه برتانیا ښايي سل تنه نور عسکر افغانستان ته ولېږي.

مایکل فالون وویل: دامهمه ده چی د افغانستان د دموکراتیک حکومت ملاتړ وکړو. موږ د اوږدې مودې لپاره له هغوی سره یو. دایوه دموکراسی ده چې زموږ مرسته ېې غوښتې ده، نو دامهمه ده چی اروپا ځواب ورکړي. په افغانستان کې د ترهگرۍ څوملیتي ډلېفعالیت کوي. هغوی زموږ لپاره په لوېدیځه اوروپا کې او دافغانستان ددولت دبقا لپاره هم گواښ گڼل کېږي.

ناټو اوس په افغانستان کې تقریبا دیارلس زره او ۴٥٠ څو ملیتی عسکرلري. په دې جمله کې یوه برخه د افغانستان وسله والو قواو ته روزنه ورکوي. امریکايي پرسونل اته زره او څلورسوه افراد تشکیلوي. شپږزره ا ونهه سوه د ناټود تشکیل اوقوماندې برخه دي.

دا فیصله چې د ناټو متحدین افغانستان ته نور عسکر لیږي ددې خطر څرگندونه کوي د طالبانو له خوانه یوه برخه خاوره نیول شویده او د نظامی او ملکي تلفاتو سبب شوی دي.

خوددې ټولو خبرو سره سره، دیپلوماتان وايي چی افغانستان ته د عسکرو لېږلو معامله د افغانستان په ا ړه د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره تړاولري او د متحدو ایالتونو ددفاع وزیر جیم ماتیس ته څه ډول سلا مشوره ورکول کېږی. ماتیس به نن د پنجشنبی په ورځ د جون په ٢٩ مه د ناټو د وزیرانو غونډې ته وینا وکړی.

ناټو کابو دوه کاله مخکې خپل جنگي ماموریت په افغانستان کې پایته ورساوه.