ناټو افغان سیاستوالو ته: د سیاسي ثبات له زیانمنېدو نه ډډه وکړئ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د شمالي انتلانتیک تړون یا ناټو وايي، افغان سیاستوال باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د کړکېچ او سیاسي ثبات د کمزورۍ لامل وګرځي.

ناټو سوله د افغانانو او نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه بللې او ټینګار یې کړی چې ټول افغان سیاستوال د دغه هدف لپاره سره متحد شي.

د فبرورۍ په ۲۵ د ناټو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي: "د دې وخت رارسېدلی چې ټول ښکېل مسؤل افغان سیاستوال مذاکراتو کې ګډون وکړي، متحده شي چې د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو څخه دي."

ناټو پر داسې مهال پر افغان سیاستوالو د یووالي غږ کړی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې محمد اشرف غني یې بریالی اعلان کړ اکثرو کاندیدانو یې مخالفت وکړ او د عبدالله عبدالله پلویانو د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ.

عبدالله عبدالله چې ځان په دغو ټاکنو کې بریالي ګڼي ویلي چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي چې تر دا مهاله یې د ځینو شمالي ولایتونو لپاره له خپل اړخه والیان هم معرفي کړي دي.

خو ناټو وايي چې په افغانستان کې د ټاکنو اړوند هر ډول اندېښنې ته باید د قانوني لارې رسیدګي وشي.

ناټو یو ځل بیا له افغانستان سره د امنیت د ټینګښت په برخه کې پر خپل ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته به دوام ورکړي.

ناټو پر داسې مهال د سولې د بهیر لپاره د افغانان سیاستوالو پر یووالي ټينګار کوي چې ټاکل شوې د روانې «فبروري پر۲۹مه» راتلونکې شنبه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.