د ناټو سرمنشي: له افغانستان نه د وتلو لګښت هلته تر پاتې کېدو زیات دی

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، که ناټو له افغانستان څخه ووزي لګښت به یې تر هغه ګران تمام شي چې په افغانستان کې اوس دی.

ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د اجنډا په ناسته کې خبریالانو وویل چې دوی د افغانانو د امنیت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږي او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستانو په خوندي ځای بدل شي.

ینس سټولټنبرګ

هغه وویل:" موږ باید له افغانستان څخه د وتلو بیه هلته له پاتې کېدو سره محاسبه کړو،موږ باید یو واقعبینه تحلیل ولرو که افغانستان پرېږدو، طالبان راځي او دا یو لوی خطر دی، د بېلګې په توګه موږ پوهېږو چې القاعده هلته ده، داعش هلته دی، او موږ پوهېږو چې داعش په خپلې مرکزې هستې سره په شام، او نورې تروریستي شبکې چې په اروپا کې لري کار کوي."

د ناټو دغه چارواکي وویل چې دوی په افغانستان کې په خپل حضور سره د ناټو په مالي لګښت،ستونزو او تلفاتو پوهېږي، خو وايي باید ډاډ تر لاسه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستانو په امن ځای او پر نورو هېوادونو د هغوی د حملو د پلانولو په مرکز نه بدلېږي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې ناټو په منځني ختیځ کې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او هغوی باید پوې شي دغه ډله په افغانستان کې نه پیاوړې کېږي.

سټولټنبرګ همدارنګه زیاته کړه چې دوی د خپلو خلکو د امنیت په خاطر چې ډاډه شي تروریستي ډلې لکه طالب او داعش په افغانستان کې ځای نه لري په دغه هېواد کې پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې ناټو به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ وايي ناټو افغانستان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوي

  • انتخابات:

ښاغلي سټولټنبرګ د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه وویل چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر سره کېدل مهم دي، خو زیاته کړه چې افغان حکومت باید د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه د امنیت او د انتخاباتو د کمالایتي مسایلو په اړه د امنتیي سرتېرو چمتووالي‌ او د جمهوري ریاست انتخاباتو د قیقې نېټې په اړه تصمیم ونیسي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د پارلماني انتخاباتو تجربه باید له پامه ونه ایستل شي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال باید هغه نیمګړتیا وې لیرې شي.

هغه زیاته کړه":همدارنګه کله چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره چمتووالی نیول کېږي هغه درس چې په پارلماني انتخاباتو کې واخیستل شو، په نظر کې ونیول شي، ماته یې افغانستان ته په وروستي سفر کې ډاډ راکړ چې انتخابات تر سره کېږي".

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کوي، په دغه غونډه کې د افغانستان اړوند بحثونو کې د سولې پر بهیر او د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کېږي.

ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

دا مطلب هم ولولئ زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند خپل دریم سفر پیل کړی

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه افغانستان او سیمې ته خپل دریم سفر پیل کړی دی.