ناټو وایي په هسکې مینې کې وژل شوي ملکیان نه و

امریکایي ځواکونه وایي وژل شوي کسان وسله وال و چې په موټر کې یې وسلې بارولې.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایې چې د ننگرهار په ولایت کې په هوایې بمبارۍ کې ملکیان نه دي وژل شوي.

سره لدې چې حکومتي مامورانو امریکا غږ ته وېلي دي چې د هسکې مېنې په مربوطاتو کې په دوو هوایې بمبارېو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ١٦ ملکي کسان وژل شوي دي خو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې وژل شوي ملکیان نه بلکې وسله وال جګړه ماران و.

د امریکا پوځ دا خبره تائید کړه چې وژل شوي کسان ملکیان نه وو،بلکې وسله وال جنگېالي وو چې دهوا نه یې څارنه کیدله. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند باب پورټیمان وایي چې دغه وسله وال د هوا نه لیدل کیدل چې په موټرو کې یې وسلې بارولې.

ښاغلي پورټیمان وویل چې برید په هوار میدان شوی او د دې هیڅ امکان نشته چې پدې برید کې دې ملکي خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی وي.

په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوال، ساز ولي، امریکا غږ ته ویلي دي چې یوه ډله خلک چې په ېوه پک اپ موټرکې سپاره وو چې بمباري پرې وشوه، شپاړلس کسه یې ووژل چې ٨ تنه د ېوې کورنۍ غړي وو. د امریکا د پوځ ېوه وېاند( بوب پورټیمن) د حکومتي چارواکو ادعا رد کړه اوبی اساسه یې وبلله.

ملگري ملتونه وایې چې سږکال ١٧٠٠ ملکیان د افغانستان په روان جنگ کې ژول شوي اوېا زخمیان شوي دي.‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏