د ناټو د دفاع وزیران نن د افغانستان په اړه غږیږي

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان هم برخه لري.

د شمالي اتلانتیک د سازمان ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د دوهمې ورځې غونډه نن د بیلجیم په پایتخت بروسل کې پیل شوه.

ټاکل شوې د دې غونډې په ترڅ کې به ګډون کوونکي د افغانستان په مسله خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي په مشرۍ یو افغان پلاوی بروسل ته ورغلی دی.

ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت، د افغانستان څخه بهر د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته د پناه ځایونو په مسله او هم د پاکستان سره د اړیکو د ساتلو د دوام پر مسلو خبرې وشي.

د ناټو په سازمان کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دوو اسلامي هیوادونو قطر او متحده عربي اماراتو د دفاع وزیرانو هم ګډون کړی دی. د دغې سرچینې د وینا له مخې دا دواړه هیوادونه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ قاطع ملاتړماموریت کې ګډون ته لیواله دي.

خو غونډې په پای کې به دا څرګنده شي چې کوم هیوادونه د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت لپاره څومره سرتیري برابرولی شي.

تیره ورځ د ناټو عمومي منشي اعلان وکړ چې افغانستان ته به تر دریو زرو پورې نوي سرتیري واستوي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې یو شمیر هیوادونه چې د قاطع ملاتړ ماموریت کې غړیتوب نه لري هم به افغانستان ته خپل یو شمیر سرتیري واستوي.

د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې د امریکا دفاع وزیر جنرال جمیز میټس هم برخه لري.

ټاکل شوې چې هغه به د دې غونډې د پریکړو په اړه نن غرمه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر د خبري کنفرانس وړاندې د ناټو عمومي منشي د نننۍ غونډې پایلې په یو خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکې کړي.

د امریکا د دفاع وزیر وروسته به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن او له هغه وروسته به د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي خبریالانو ته د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې د پایلو په اړه معلومات ورکړي.

تراوسه لا د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډو پایلې څرګندې نه دي، خو طالبانو د دغه سازمان د عمومي منشي د چهارشنبې د ورځې څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د ناټو عمومي منشي د یو افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې طالبانو ته یې پیغام دادی چې ناټو به د افغان ځواکونو د روزلو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې که د ناټو مشران هرڅومره په افغانستان کې د پاتې کیدو خبرې کوي نو په دې باید هم پوه شي چې هرڅومره چې پاتې کیږي همغومره دې په دې هیواد کې یوې اوږدې جګړې ته چمتو اوسي.