ناټو د افغان ځواکونو سره مخامخ تماسونه کم کړي

د ننگرهار ولایت په هسکه مینه کې د ناټو او افغان ځواکونو گډ عملیات

په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو سره د "مخامخ" تماس کچه په موقتي توگه راکمه کړې ده.

ناټو دغه تصمیم وروسته له هغې ونیو چې تیره اونۍ په دوو داخلي حملو کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق او د ناټو یو منصبدار د افغان سرتیرو په ډزو کې ووژل شول.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت ویاند ډگروال کنټ پیترز د پنجشنې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې روانو حالاتو ناټو دې ته هڅولې چې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو د امنیت په خاطر د افغان ځواکونو سره مخامخ لیدنې کتنې په موقتي ډول کمې کړي.

خو د ناټو ویاند پیترز دا هم وویل چې "مونږ د ترهګرو پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوو او د افغان ځواکونو سره به له لرې نه د تيليفون او ايمل لارې تماس وساتو."

د تیرې دوشنبې په ورځ یو افغان سرتیري د هرات ولایت په پوځي اډه کې د چک هیواد یو سرتیری په ډزو وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

داخلي بریدونه هغه حملې دي چې په عمومي توگه افغان سرتیري یې په پوځي اډو کې پر خپلو همکارانو او یا هم پر بهرنیو مرستندویه قواو باندې کوي.

د ٢٠٠٨ کال راهیسې پدغه ډول بریدونو کې څه د پاسه ١٥٠ امریکایي او یا هم د ایتلافي قواو سرتیري وژل شوي او شاوخوا ٢٠٠ یې ټپیان شوي دي.

ددغه ډول بریدونو کچه په ٢٠١٢ کال کې خورا لوړه وه چې هغه وخت یې د اتیلافي ځواکونو قوماندانان دې ته اړ کړل تر څو احتیاطي تدابیر ونیسي او په نتیجه کې دا ډول تاوتریخوالي پوره راکم شو.