په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې څه باندې ۱.۴ میلیون ماسکونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکوي چې د سرتیرو ترمنځ د کرونا د خپرېدو مخنیوی وشي.
د قاطع ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لویه مرسته پر لاره ده.
په ټویټر کې لیکل شوي دي: " څه باندې ۱.۴ میلیون ماسکونه، ۵۰۰۰۰۰ دستکشې، ۴۶۰۰۰۰ چپنې اونور طبي وسایل پر لار دي چې په ټول افغانستان کې افغان پوځ او افغان پولیسو ته وسپارل شي. "
Our largest supply ever to help #ANDSF fight #COVID19. More than 1.4 mil masks, 500,000 gloves, 460,000 gowns & surgical supplies are on their way to ANA and ANP across #Afghanistan. The 38 member #NATO RS mission is committed to support our #Afghan partners as they secure peace. pic.twitter.com/5hIoEr6QQt
— Resolute Support (@ResoluteSupport) July 4, 2020
د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې د ناټو ۳۸ غړي هېوادونه له خپلو ایتلافیانو او ملګرو سره مرستو ته ژمن دي، ځکه چې "هغوی سوله ساتي".
دغه ماموریت نه دي ویلي دي چې دا وسایل له کوم هېواد څخه افغانستان ته انتقالیږي او کله به افغان ځواکونو ته وسپارل شي. افغان حکومت هم لا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې ورځې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د ځينو سرچینو په حواله لیکلي وو چې د افغانستان د پوځ نیمايي برخه د کرونا په ویروس اخته شوي. خو افغان حکومت دا ادعا رد کړې وه.
تر دې مخکې د قاطع ملاتړ ماموریت اعلان کړی و چې یو شمېر سرتیري یې په افغانستان کې په کروناویروس اخته شوي دي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور یې تر درملنې لاندې دي چې تشخیص شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر دې دمه په افغانستان کې د کروناویروس له کبله ۸۲۶ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۲۶۰۰ نور پرې اخته دي.
د کروناویروس چې په تېر ډسمبر کې په چین کې خپور شو، دا مهال د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۲۵زره کسان مړه شوي او څه باندې ۱۱میلیون نور پرې اخته دي.