کارپوهان: ناټو د چین زیاتیدونکي ګواښونه څاري

د ناټو سازمان مشرانو د ډسبمر په څلورمه په لندن کې غونډه وکړه

ډیری کارپوهان وايي په لندن کې د ناټو د وروستۍ غونډې په زړه پورې خبر دا وو چې ددې سازمان غړو د لومړي ځل لپاره چین د یوه ګواښ په توګه وباله.

دوی زیاتوي، ناټو د بیجینګ له هغو اهدافو سره مخالفت وښود چې غواړي د امریکا له پوځ سره سیالي وکړي ، د ټکنالوژۍ واوي کمپنۍ په نړۍ کې د ټکنالوژي په صنعت کنټرول ولري او د نړۍ اکثریت نفوس د یو کمربند یوې لارې له طریقه ونښلوي.

د ناټو سازمان پخوانی لوړ پوړی قوماندان متقاعد جنرال جیمز کونز وايي چې په لندن کې د ناټو سازمان برخه والو منلې ده چې چین حتي له پخواني شوروي اتحاد څخه هم ددغه اتحاد یو قوي سیال دی.

ښاغلي کونز وویل:"د چینایانو ستراتژیک هدف پر خپلو خلکو او د نړۍ پر هغو خلکو تسلط دی چې هغوی ورته لاسرسی لرلی شي. هغوی زمونږ په اقتصادي سیستمونو کې د ننوتلو او پانګه اچولو له لارې دغه کار په ماهرانه توګه ترسره کوي. په ورته وخت کې هغوی په اغیزناک ډول سایبري جاسوسي او د فکري مالکیت غلا کوي."

چین غواړي د ټکنالوژۍ د لوی واوي شرکت په مرسته د یویشتمې پیړۍ ډیجیټلي زیربنا تر کنټرول لاندې راولي.

Your browser doesn’t support HTML5

کارپوهان: ناټو د چین زیاتیدونکي ګواښونه څاري

د ناټو پخوانی اعلی قوماندان وسلي کلارک وايي چې ناټو باید د چین د هغې هڅې پرخلاف یو دفاعي پلان جوړ کړي چې د نړیوالې برترۍ لپاره یې کوي.

ښاغلي کلارک زیاته کړه: " دا د امریکا لپاره ګټه نه لري چې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر چین فشار واچوي او بیا جرمني، فرانسه او یا د ناټو نور متحدین هماغه تکنالوژی پر چین وپلوري. دا زمونږ لپاره یو ازمایښت دی چې پکې بریالی کیدلای شو."

بیجنګ ته د زیات پام اړولو په اړه د واشګټن غوښتنې د اروپا په هغو اکثریت هیوادونو کې مثبت غبرګون رامنځته کړی چې د چین د اقتصادي، پوځي او سایبري ټکنالوژۍ ودې په اړه زیاتیدونکې اندیښنې لري.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتیبرګ په ډسمبر میاشت کې د ناټو په غونډه کې د لومړي ځل لپاره وویل د هغو ستونزو او فرصتونو په اړه خبري کوي چې چین یې پيښوي. هغه زیاته کړه ټول موافق دي چې باید ددې موضوع په اړه ګډ کار وشي.